د لسګونو معلولینو او غریبانو سره مرسته وکړل

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د لسګونو معلولینو او غریبانو سره مرسته وکړل!
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د خیر او ښیګڼي کمېټې د فعالیتونو په لړکي د روان کال ۱۳۹۸ د جدي میاشتي پر څلرویشتمه نېټه په کندهار ښار کي د لسګونه معلولینو او غریبانو خلګو سره د توسانو مرسته وکړل،
د دې مؤسسې عمومي رئیس ډاکټر نقیب الله افغان وویل موږ ټول د ټولني د غریبي طبقې پر وړاندي مکلفیت لرو چي د هغوۍ سره مادي او معنوي مرسته وکړو،
د ښاغلي ډاکټر افغان په خبره چي ادارې یې تر دې وړاندي نژدې (۱۵۰۰) غریبو ځوانانو ته په لوړو تخفیفونو سره د لوړو زده کړو زمینه مساعده کړې ده او نن دا دی د لسګونو غریبو معلول خلګو سره د توسانو مرسته وکړل،
علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور په خپلو خبرو کي وویل د اسلام له نظره د غریبانو سره مرسته لوړ اجر لري او ټول هغه کسان چي اقتصادي وضعیت یې ښه وي باید خپل رسالت ادا کړي.
د یادوني وړ ده میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د خپلو علمي کړونو تر څنګ هر کال د ټولني اړینو خلګو په بیلابیلو برخو کي لاسنوی کوي.
نشرات