د نیالگیو ايښولو کمپاین ترسره سو

د ستر ملي قايد حاجي میرویس نېکه په مقبره کي (۶۰۰) نیالګي کښینول سول!
میرویس نېکه د لوړو زده کړو مؤسسې او انستیتوت رهبرۍ استادانو کارکونکو او محصلینو په ګډه د نیالګیو ايښولو حشر ترسره کړ، د ستر ملي قائد میرویس نیکه په ارامګاه او میرویس مېنه کي ۶۰۰ نیالګي کښینولو په پرانسته کي د پوهنتون رئیس ډاکټر نقیب الله افغان وویل د طبیعت ښکلا د ټولو انسانانو پر صحت مثبت تاثر لري، ښاغلي افغانان وویل د یو زرغون کندهار لپاره هڅه زموږ د ټولو مسؤلیت دی. د دې تر څنګ ښاغلي افغان د میرویس نېکه په زیارت کښي د سيلانیانو د ناستي لپاره د چوکیو جوړولو ژمنه هم وکړل
چي چاري به یې ډیر ژر پیل سي.
په کندهار کي د شاه حسین هوتک افغان ترک لېسې مدیر ډاکټر بایرام توپلو په خپلو خبرو کي وویل ویښ خلګ د داسي مهمو پروګرامونو په آرزښت پوهیږي او تل دا ډول هڅي کوي، ښاغلي توپلو د میرویس نېکه لوړو زده کړو مؤسسې د غړو د دې ښیګڼي قدرداني وکړل .
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د علمي چاپیریال تر څنګ په ټولنه کښي تل د داسي ټولنیزو او مثبتو پروګرامونو په موخه هڅي او کوښښونه کړي دي او لا به هم یاده لړۍ جاري ساتي.
نشرات
ورځ: چهارشنبه
نېټه: ۲۹ / ۱۲ / ۱۳۹۷