د عمومي ریاست د دفتر نوی آمر مقرر سو

د عمومي ریاست د دفتر نوی آمر مقرر سو!
میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي ریاست د دفتر لپاره نوی آمر بخت محمد ریحان د عمومي رئیس ډاکټر نقیب الله افغان له لوري اداري کارمندانو او استادانو ته معرفي سو، ډاکټر افغان صاحب ښاغلي ریحان ته مبارکي وویل او د اداري کارکوونکو څخه یې غوښتنه وکړل چي په چارو کي ورسره همکاري وکړي، ښاغلي ریحان هم په خپلو خبرو کي ژمنه وکړل چي په پوره صداقت او اخلاص به خپله دنده ترسره کوي او له دې ځایه څخه به خپلي ټولني ته خدمت کوي.
د یادوني وړ ده چي ریحان صاحب تر دې وړاندي د ارغند رسنیز ګروپ د عامه اړیکو د مسؤل په توګه دنده ترسره کړی ده او په کندهار پوهنتون کی د عامه اړیکو په څانګه کي افتخاري استاد هم وو.
او اوس د میرویس نیکه لوړو زده کړو موسسې د عمومی ریاست د دفتر د آمر په صفت دنده په غاړه لري.
نشرات