جزایي تمثيلي محکمه ترسره سوه

جزایي تمثيلي محکمه ترسره سوه!
پرون شنبه د روان ١٣٩٨ کال د قوس میاشتي پر ٢٣ نېټه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالۍ څانګي د اتم سمیسټر محصلینو تمثیلي جزایي محکمه ترسره کړل، په پرانسته کي استاد ښاغلي میراحمد رحلت خوښي څرګنده کړل چي محصلینو ته یې استادانو د نظري درس تر څنګ د عملي کړونو فرصتونه مساعد کړي دي، رحلت صاحب له استاد نظرمحمد نظري او استاد بشیر احمد پتمن څخه مننه وکړل چي محصلینو ته یې د دې تمثیلي محکمې په جوړولو کي لارښووني کړي دي، د یادي تمثیلي محکمې د پیل څخه مخکي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د مرستیال ښاغلي ذبیح الله زاهد په مشري او د یادي پوهنځی د استادانو په ملتیا د حقوقي کلینیک پرانسته وسول، ښاغلی زاهد ټولو محصلینو ته د دې حقوقي کلینیک مبارکي ورکړل او ژمنه یې ورکړل چي مختلف حقوقي پروګرامونه به محصلینو ته په لار اچوي، ورپسې په تمثیلي محکمه کي قاضیانو، څارنوال، متهم او مدافع وکیل په بریالیتوب سره هر يوه ته ور سپارل سوي دنده په ښه ډول تمثيل کړه، او د یوې واقعی محکمې په توګه یې اداري او قضايي پروسجر ترسره کړ.
د محکمې په وروستۍ برخه کي ښاغلي زاهد د ټولو ګډنوالو څخه مننه وکړه،
د یادوني ده چي میرویس نیکه د لوړو زه کړو مؤسسې تر دې دمه ٣٠٠ ځوان څارنوالان ټولني ته د خدمت په توګه وړاندي کړي دي، او عملا د مسلکي څارنوالانو او مديرانو په حيث په عدلی او قضايي ارګانونو کي په دندو بوخت دي او سلګونه نور ځوانان عملآ په لوړو زده کړو بوخت دي.
#نشرات