د چاپیریال ساتني اونۍ ولمانځل سول

د چاپیریال ساتني اونۍ ولمانځل سول! میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د چاپیریال ساتني اونۍ ولمانځل د یادي اونۍ په ویاړ د نشراتو مدیریت ځانګړې مناظره په لار اچولی وه، چي د کندهار ولایت د چاپیریال ساتني ريیس ښاغلي امان الله حمیدي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد نثاراحمد دراني د طب پوهنځی استاد ډاکټر احمدخان د کندهار پوهنتون انجینرۍ پوهنځی د اوبو او انرژۍ څانګي استاد انجینر فدامحمد ساحل او د بشر د حقونو استازي صاحبزاده نالان ګډون کړی وو، مېلمنو په بحث کي د چاپیریال پر پیژندني حقوقو، د روغتیا په اړخ کي یې پر تاثیراتو خبري وکړې، ښاغلي دراني وویل د چاپیریال ساتني په اړخ کي ځانګړي مکافات او مجازات موجود دي، خو تر اوسه نه دي عملي سوي، ښاغلي ساحل په خپلو خبرو کي وویل د چاپیریال ساتني په برخه کي د ټولني ټول افراد مسؤلیت لري، ښاغلي نالان بیا په خپلو خبرو کي وویل هر فرد باید ځان یو مسؤل ښاري وګڼي، ډاکټر احمد خان په خپلو څرګندونو کي وویل منظم او پاک چاپیریال د انسان پر روغتیا مستقم اغېز لري . یاده مناظره په داسي وخت کي ترسره کیږي چي په افغانستان کي د هوا، اوبو او ککړتیا په اړه اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي .