وروستی لیکنی

د اولسمي دورې متفرقه کانکور ازموینه واخیستل سول!
په یاده ازموينه کي ۲۳۸ تنه ښځنیه او نارینه برخوالو ګډون کړی وو،
دغه کانکور ازموینه نن چهارشنبه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په انګړ کي واخيستل سول،
چي پکښي د مؤسسې علمي او اداري مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل فیض الله قاضي زاده او ورسره پلاوي ګډون درلود دی،
په پرانيستنه کي علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور ټولو نوي محصلینو ته ښه راغلاست ووایه او د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په اړه یې دوی ته معلومات ورکړل، ښاغلي نور وویل چي کانکور ازموینه به په شفاف ډول واخيستل سي،
هغه وویل محصلین کولای سي د خپلي علاقې مطابق پوهنځی انتخاب کړي،
تر څو بریالیتوب ترلاسه کړي.
د ازمویني د پیل څخه مخکي د سوالونو صندق د ټولو محصلینو په مخ کي خلاص سو او په ښه ډول ازموینه واخیستل سول.
د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې ٩ کاله کیږي چي په جنوب زون کي افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو فرصتونه مساعدوي.

نشرات
۱۳۹۸/۷/۳

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې (7) تنه فارغ التحصل محصلین د عملي زده کړو لپاره هند هیواد ته واستول د طب پوهنځی دغه ځوانانو ته د پوهنتون د رهبري له خوا رسمي د مخه ښه پروګرام ونیول سو، یادو ځوانانو د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې له رهبري او استادانو څخه نړۍ منننه وکړل، چي د دوی سره یې هر اړخیزه همکاري وکړل. علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په خپلو خبرو کي د دوی هڅي وستایلې. په دغه علمي سفر کي یې دوی ته بریا وغوښتل. او په هند هیواد کي یې د بشپړي همکارۍ ژمنه وکړل. د یادوني وړ ده، چي دغه ځوانان به د هند هیواد په سروډایا روغتون او څېړنیز مرکز هریانا سټیټ کي عملي زده کړي کوي. #نشرات

د سنبلې میاشتي علمي شورا ترسره سول!
یاده علمي شورا د روان ۱۳۹۸ کال د سنبلې میاشتي پر ۳۱ تاریخ د غونډو په تالار کي د علمي مرستیال په مشرۍ ترسره سول، په پیل کي علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور د تیري شورا موضوعاتو ته کتنه وکړل، ورپسې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان پر بیا کتنه خبري وسوې، علمي مرستیال ډاکټر نور وویل ټول اداري کارکوونکي باید د دې پلان پر بیا کتنه په ګډه همکاري وکړي، د دې ترڅنګ ښاغلي ډاکټر نور د ټولو ادارو میاشتنی راپورونو ته کتنه وکړل.
د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه د لوړو زده کړومؤسسه د هري میاشتي په وروستیو ورځو کي د کارونو د ارزوني او چټکتیا لپاره علمي شورا ترسره کوي.
نشرات

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري په هند هیواد کي د (Quest) کویسټ پوهنتون سره د ماسټرۍ پروګرام لپاره تړون لاسلیک کړ یاد تړون د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس ډاکټر نقیب الله افغان او د هند پع پنجاب ایالات کي د (Quest) پوهنتون د رئیس تر منځ لاسلیک سو. چي له مخي به یې د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې استادان په دغه پوهنتون کي د ماسټرۍ زده کړي کوي، د پوهنتون رئیس ښاغلي افغان په خبره چي ددې تړون له مخي اوس دوه استادان تلوونکي دي، او په راتلوونکي کي به نورو استادانو ته هم فرصت مساعد سي. د یادوني ده، چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه لومړي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه ده چي په کندهار کي خپلو استادانو ته د ماسټرۍ زده کړي پروګرام په بهر کي اماده کوي. #نشرات

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه د سیمي او هیواد په کچه ټولني ته علمي او اکادمیک کادرونه وړاندي کوي