خبرونه

کانکور ازموینه واخیستل سول
د شپاړسمي دورې په کانکور ازموینه کي (570) تنه ځوانانو د لوړو زده کړو لپاره ازموینه ورکړل !
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې نن جمعه سهار د (570) تنه ځوانانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل چي پکښي عمومي رئیس ډاکټر نقیب الله افغان، رهبري بورډ، د کندهار پوهنتون استازي، استادانو او د پوهني ریاست استازو ګډون درلود دی، لومړی ښاغلي افغان صاحب په پرانیسته کښي ټولو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه د ډاکټر افغان صاحب په خبره میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه په کور دننه ملي او بین المللي کچه منل سوې ده، د ښاغلي افغان په قول زموږ به هڅي لا هم دایمي جریان ولري،
تر څو د دې سیمي د ځوانانو لپاره د زده کړي ښه فرصتونه مساعد کړو، د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل فیض الله قاضي زاده په خپلو خبرو کي محصلینو ته ډاډ ورکړ، چي ازموینه به په بشپړ ډول شفافه واخیستل سي. د کانکور د شروع څخه مخکي د هغه بنسټونو د خوا څخه میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې ته مننلیکونه ورکول سول، چي د یادو نهادونو له مخي په زیات شمېر غریبو هیوادوالو ته په لږ فیس د لوړو زده کړو فرصتونه مساعد سوي وه .دوي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د دې فداکاري څخه مننه وکړل .
ټولو محصلینو ازموینه ورکړل او تر راتلوونکو څلورو ورځو پوري به د یادو بریالي محصلینو نتایج اعلان کړل سي.

#نشرات
ورځ: جمعه مبارکه
۱۳۹۷ / ۱۲ / ۲۴

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د کندهار پوهنتون 
(3) تنو ممتاز محصلینو ته درې پایي کمپیوټران ډالۍ کړل !!!
پرون دوشنبه کندهار پوهنتون د تیر سمسټر د ټولو پوهنځیو څخه د ممتاز محصلینو په ویاړ غونډه نیولی وه، چي د کندهار پوهنتون د رهبري استادانو تر څنګ د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال او استادانو هم ګډون کړی و، د غونډي په جریان کي علمي مرستیال ډاکټر نور حالق نور وینا وکړل، کوښښ کولو محصلینو ته یې مبارکي وویل او لومړیو دریو مخکښ محصلینو ته یې یوه پایه کمپیوټر ډالی کړ، 
ښاغلي نور د محصلینو د تشویق او ظرفیت لوړوني لپاره داسي علمي پروګرامونه ګټور وبلل او زیاته یې کړه چي موږ اماده یوو چي د کندهار پوهنتون سره په ګډه داسي علمي برنامې پر مخ بوزو، تر څو د یوې خوا مو خپل رسالت ادا کړی وي او د بلي خوا مو د دغسي علمي کړنو له آدرسه همږغي رامنځ ته کړې وي، 
ښاغلي نور وویل چي الحمدالله موږ اوس د ځان سره ویاړ لرو چي په کور دننه ملي او نړیواله کچه 
مو میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه علمي اعتبار لري.
میرویس نیکه پوهنتون تر دې وړاندي هم د خپلو ممتاز محصلینو او غوره استادانو 
د ستایني لپاره لمانځغونډي نیولي دي.

د دلوی میاشتي علمي شورا ترسره سوه !!!
یاده علمي شورا نن سه شنبه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کښي ترسره سوه لومړی علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د تیري شورا موضوعاتو ته کتنه وکړل او د ټولو اداراتو میاشتني راپورنه یې وړاندي کړل ورپسې د نوي سمسټر د پیل څخه مخکي د نوي درسي کریکولم په اړه خبري وسوې، وروسته د پوهنځیو رئیسانو په راتلوونکو څو ورځو کي د دې موضوع په اړه خپل راپورونه علمي مرستیال ته وړاندي کړي، د اجنډا سره سم د فارغ سوو محصلینو د فراغت غونډي پر ترتیب او جوړولو خبري وسوې چي ډیر ژر به یې د جوړولو نېټه اعلان کړل سي، د کیفیت د ارتقآ امر صفت الله حميدي د ارزوني د روان بهیر څخه بحث وکړ چي د ځانګړي پلان له مخي به ټول ادارات د لوړو زده کړو د (۱۱) ګونو معیارونو له مخي ارزول کیږي او پایله به یې د ټولو اداري همکارانو سره شریکه کیږي، د یادوني وړ ده چي د یادي ارزوني له جملي څخه د اقتصاد پوهنځی، معالجوي طب پوهنځی، محصلانو چارو آمریت او فارغانو مدیریت دی چي د آرزوني پروسه یې بشپړ سوې او د نورو اداراتو دا لا هم جریان لري.

د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې او د کرکیټ لوبغاړي محمد نبي خیریه بنسټ تر منځ هوکړه لیک
په داسي حال کي لاسلیک سو، 
چي له مخي به یې هغه غریب هیوادوال چي د لوړو زده کړو سره علاقه لري، خو د اقتصادي ستونزو له کبله ورڅخه محرم وي په ۶۰% فیصده تخفیف سره به په یادي مؤسسه کښي خپلي زده کړي بشپړ کوي، 
تر څو خپل راتلونکی روښانه کړي او د ټولني د خدمت مصدر وګرځي.

د بهرنیو چارو ریاست سره هوکړه لیک لاسلیک سو

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د استادانو او بهرنیو چارو ریاست د رئیس تر منځ لیدنه ترسره سول،
پرون دوشنبه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د استاد ښاغلي اسدالله الفت په مشري او ورسره پلاوي د کندهار د بهرنیو چارو د رئیس ښاغلي ظاهر الکو سره ولیدل په دې لیدنه کي د دواړو لورو تر منځ پر ګډه همکارۍ خبري وسوې، استاد ښاغلي ظفر دراني له ښاغلي الکو صاحب څخه غوښتنه وکړل چي د ادارې او ډيپلوماسۍ څانګي محصلینو ته دي د عملي کړونو فرصتونه مساعد کړﺉ تر څو محصلین په ټولو ډیپلوماټيکو اصولو او تګلارو ښه وپوهیږي او دا به د بهرنیو چاروریاست لویه همکاري وي، ښاغلي الفت صاحب په خپلو خبرو کي الکو صاحب ته بلنه ورکړل تر څو میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې ته تشریف راوړي او د محصلینو سره د بهرنیو چارو ریاست پر دندو، مکلفیتونو باندي خبري وکړي. ښاغلي الکو صاحب استادانو د راتګ څخه مننه وکړل او ژمنه یې ورکړل چي ډیر ژر به د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځی سره د ګډو علمي او عملي همکاریو لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړي.
د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د لسګونو کورنیو او بهرنیو نهادونو سره د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لري.

د حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی نوی رئیس او د طب پوهنځی مرستیال اداري غړو ته معرفي سول!
نن دوشنبه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري او اداري مرستیال ښاغلي عصمت الله محمدي او اداري مامورینو په ملتیا ښاغلی غلام محمد اکبري د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس او ډاکټر نقیب الله دوست د طب پوهنځی مرستیال ټولو اداري کارکوونکو ته معرفي سول، ښاغلي نور معرفي سوي کسانو ته په چارو کي د بریالیتوب هیله وښودل او د بشپړي همکارۍ ژمنه یې ورسره وکړل.
د یادوني ده چي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي نوی رئیس ښاغلي اکبري د ماسټرۍ تر کچي لوړوي زده کړي کړي دي او ښاغلی ډاکټر دوست د طب پوهنځی ستاژ دوره په هند هیواد کي بشپړه کړې ده.
نشرات

د اساسي قانون اونۍ ولمانځل سوه!
میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې نن چهارشنبه د جدي میاشتي پر ۱۸ نېټه د افغانستان د اساسي قانون اونۍ ولمانځل چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور د پوهنځیو ریسانو د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی مرستیال ذبیح الله زاهد د ډیپارټمنټونو آمرینو ښاغلي رحلت، ښاغلي الهام صاحب، استادانو او محصلینو ګډون کړی وو، په پرانسته کي علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور د حقوقو پوهنځی د ټولو استادانو څخه مننه وکړل چي د قانون د عامه پوهوي په برخه کي یې هڅي کړي دي او خلګو ته یې د قوانینونو ارزښت بیان کړی دی، ورپسې ښاغلي زاهد د اساسي قانون په اړه علمي سمینار وړاندي کړ، زاهد صاحب په خپل سمینار کي د اساسي قانون پر تاریخچه، ارزښت او یو شمیر نورو موضوعاتو باندي خبري وکړې؛
د اجنډا په بله برخه کي د حقوقو پوهنځی استادانو ښاغلي حسني صاحب، رحلت صاحب، ښاغلي حریفال صاحب او ښاغلي شیرزاد صاحب د افغانستان د اساسي قانون د فعلي وضعیت او ځینو ننګونو په اړه بحث وکړ او محصلینو هم خپلي پوښتني له یادو استادانو څخه وکړې.
د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده چي د هیواد ملي ورځي د علمي بحثونو په جوړولو سره ولمانځي.

نشرات

جزایي تمثيلي محکمه ترسره سوه!
پرون شنبه د روان ١٣٩٨ کال د قوس میاشتي پر ٢٣ نېټه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالۍ څانګي د اتم سمیسټر محصلینو تمثیلي جزایي محکمه ترسره کړل، په پرانسته کي استاد ښاغلي میراحمد رحلت خوښي څرګنده کړل چي محصلینو ته یې استادانو د نظري درس تر څنګ د عملي کړونو فرصتونه مساعد کړي دي، رحلت صاحب له استاد نظرمحمد نظري او استاد بشیر احمد پتمن څخه مننه وکړل چي محصلینو ته یې د دې تمثیلي محکمې په جوړولو کي لارښووني کړي دي، د یادي تمثیلي محکمې د پیل څخه مخکي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د مرستیال ښاغلي ذبیح الله زاهد په مشري او د یادي پوهنځی د استادانو په ملتیا د حقوقي کلینیک پرانسته وسول، ښاغلی زاهد ټولو محصلینو ته د دې حقوقي کلینیک مبارکي ورکړل او ژمنه یې ورکړل چي مختلف حقوقي پروګرامونه به محصلینو ته په لار اچوي، ورپسې په تمثیلي محکمه کي قاضیانو، څارنوال، متهم او مدافع وکیل په بریالیتوب سره هر يوه ته ور سپارل سوي دنده په ښه ډول تمثيل کړه، او د یوې واقعی محکمې په توګه یې اداري او قضايي پروسجر ترسره کړ.
د محکمې په وروستۍ برخه کي ښاغلي زاهد د ټولو ګډنوالو څخه مننه وکړه،
د یادوني ده چي میرویس نیکه د لوړو زه کړو مؤسسې تر دې دمه ٣٠٠ ځوان څارنوالان ټولني ته د خدمت په توګه وړاندي کړي دي، او عملا د مسلکي څارنوالانو او مديرانو په حيث په عدلی او قضايي ارګانونو کي په دندو بوخت دي او سلګونه نور ځوانان عملآ په لوړو زده کړو بوخت دي.
#نشرات