اقتصاد پوهنځی

 

 

 

 

 

 

د اقتصاد پوهنځی تاریخچه او پیژندنه

په سیمه کي د موجودي تقاضأ او اړتیاوو مطابق باکیفیته تحصیلي چوپړونه وړاندي کول د یوه هیواد د ټولو تحصیلي بنسټونو  (دولتي او خصوصي)د نصاب او درسي محتویاتو پایښت لرونکی بدلون، کتني او ښه والي ته اړتیا لري.

د میرویس نیکه لوړو دزه کړو موسسی داقتصاد  پوهنځی د سهیل لویدیزی حوزې د تقا ضأ او اړتياوو په نظر کی نیولو سره او د موجوده اقتصادی ستونزو د حل لپاره  په ۱۳۹۲کال کي منځ ته راغله اوپه ۱۳۹۳کال کي داقتصاد پوهنځی په نامه د میرویس نیکه لوړو زده کړو موسسی دپوهنځیو په ډله کي په عملی ډول شامله سوه. دغه پوهنځی لاندي ډیپارټمنټونه لري:

ډیپارټمنټونه:

  • د اداری او تجارت BBA څانګه
  • دبانکي اومالي چارو څانګه

د اقتصاد پوهنځی په نوي درسي پروګرام ( کریډيټ په سيستم)  برابر سوي دی اوپه همدغه پوهنځی کي د ګډون شرط د موسسی دکانکورپه ازموینه کي دهغوځانګړو اوټاکلي نمرو ترلاسه کول دي چي د موسسی د رهبری او لوړو زده کړو وزارت د ټاکل شوی هیئت له لوري ټاکل کیږي.

اداری کارمندانStuff:

د اقتصاد پوهنځی په خپل اداری تشکیل کی لاندی کسان لري.

  • د پوهنځی رئیس محمد واسع صدیقی
  • د پوهنخی مرستیال  فضل الرحمن شریف
  • د پوهنځی تدریسی مدیر دوست محمد عزیزی

استادانLecturers:

په لومړیو کی د دغه پوهنځی د محصلینو تعداد ته په کتو سره د استادانو شمیر کم وو چی د سمسترونو په ترتیب دغه شمیر زیات شو. دغه پوهنځی په لاندی علمی کټګوریو کی (۱۴) تنه با تجربه او مسلکی استادان لري.

  • ماستر استادان 5
  • لیسانس استادان 9

محصلینStudents:

اقتصاد پوهنځی تر دا مهاله خپل دوه دورې محصلین فارغ کړي دی او په آتو سمسترونو کې برحال محصلین لري.

  • فارغان  88  تنه (۶ ښځینه ۸۲ نارینه)
  • برحال محصلین 316  تنه(6 ښځینه ۳۱۰ نارینه)

په ۱۳۹۶ کال کی عمده لاسته راوړنې:

  • د صنعتي پارک څخه د علمي سیر په ډول د محصلینو لیدنه کول.
  • د محصلینو لخوا د جوړو شوو کمپنیو نندارې ته وړاندې کول (د عملي کار نمایشګاه)
  • د محصلینو لخوا په دغه کال کی ټول ټال 9 علمي کنفرانسونه جوړول.

همدارنګه د ۱۳۹۷ کال په پیل کی د څیړنیز مرکز او نشراتو مدیریت په نوښت او همکاری د ټاپی TAPI پروژی مناظرې جوړول.

د اقتصاد پوهنځی ویژن(لیرلید)Vision:

 (اقتصاد پوهنځی به د هیواد په کچه په مالی، مدیریتي او اقتصادی برخو کې د زده کړو او څیړنو له لارې په ټولنه کې وده او پیاوړتیا رامنځ ته کړي).

د اقتصاد پوهنځی ماموریت (رسالیت)Mission:

 (اقتصاد پوهنځۍ د یو علمي، مسلکي او څيړنیز نهاد په حیث د تولیدي او تجارتي ټولنې د بیلابیلو برخو لپاره علمي کادرونه روزي).

د پوهنځی موخې (Goals):

  1. د علمي پروګرامونو او کورسونو چمتو کول ترڅو محصلین فوق لیسانس زده کړو او کاري ساحو ته لاره پیدا کړي.
  2. په دقیق ډول د هیواد د بازار او اقتصاد ارزونه کول.
  3. په اقتصادي برخه کې د ټولنې د اړتیاوړ کاري ځواک روزلو ته ژمن پاتې کیدل.
  4. د زده کړه ئیزو پروګرامونو او کړنو له لارې د محصلینو او ټولنې ټولنیزو او فرهنګي ارزښتونو ته لوړوالی ورکول.
  5. د آرام زده کړه ئیز چاپریال رامنځ ته کول.
  6. د مختلفو اقتصادي تجاربو په ذریعه د هیواد د عامه  او خصوصي اقتصادي پالیسیو لپاره نوې طرحې پلټل.
  7. داسې عملي او فکري څېړنې کول ترڅو د تجارتي او اقتصادي اورګانونو اهمیت، اغیزې او ګټور مسیر څرګند کړي.

د پوهنځی اساسي ارزښتونه (Core Values):

  1. مناسبې پرېکړې: موږ ډاډ ورکوو، چې زموږ پریکړې پر کره معلوماتو بنأ دي او زموږ د محصلینو او ټولنې ګټې او ارزښتونه پکې نغښتې.
  2. بشپړتیا او شفافیت: موږ  مسلکي خدماتو، لوړو اکاډمیکو معیارونو او اخلاقي کړنو ته ارزښت ورکوو او د عملي کولو لپاره يي متعهد یو.
  3. تلپاتې دزه کړې: موږ بارو لرو چې زده کړې یوه اږودمهاله او تلپاتې اړتیا ده. د دغه اړتیا رفع کولو لپاره د محصلینو لپاره فرصتونه ایجادوو او په دغه برخه کې یی هڅوو.
  4. نوښت او ابتکار: موږ باور لرو چې ابتکارات ټولنه د پرمختګ په لوري خوځوي، د دې لپاره په داسې درسي فضا او څیړنیزو پروګرامونو کار کوو چې په ټولنه کې د نویو نوښتونو او هوسايي لامل شي.
  5. ټولنیز خوندیتوب: په علمي برخه کې نړیوال کيدنې باور لرو. ددې لپاره په داسي درسي چاپریال باندې کار کوو چې زموږ د مذهب او کلتور په چوکاټ کې د هر غړي احساسات او معنویات خوندي وي.