د علمي معاوین پېژندنه

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي معاوین پېژندنه
ډاکټر نور خالق نور د مرحوم ثناګل زوی په 1350 کال کې د میدان وردګ ولایت د سیدا آباد ولسوالۍ د سرې کلا (قلعه سرخ) کلي په یوه متوسطه کورنۍ کي دې نړۍ ته سترګي پرانیستي دي. لومړنۍ زده کړې ئې د سید آباد لیسې او ثانوي زده کړې ئې په 1369 لمریز کال کي د سید جمـــال الدیـن افغاني په عالي لیسه کي تر ســـــره کړیــدي. په کال 1377 لمریز کي د کابـــل پوهنتــون د طب پوهنځی د معــــالجــوي طب څخه فــــارغ سویدی، نـــوموړي خپله ماسـټري د صحت د مديریت (Health Management) په څانګه کي د پاکستان د پـرسټن پوهنتون (Preston University) څخـه په 1386 لمریز کال کي ترلاسه کړه او د فراغت سره سم نوموړي  دSCA/IOM/IMC مؤسسې سره د ډاکټر او روغتیایې ټرېنر (Health Trainer) په صفت دنده تر سره کړه او ورسره د عامې روغتیا وزارت له خوا د PRR پروسې له مخي د پکتیکا ولایت د ولایتي روغتیایې معلوماتي سيسټم د آمــــر (HMIS Officer) په توګه وټاکل سو. په کال 1385 ل (2006م) کي د CHA مؤسسې له خوا د فــراه

ولایت د روغتیایـي آمر (Health Manager) په 1387 لمریز (2008م) کي د IbnSIna/ACTD لخــوا د هلمند ولایت د روغتیایي آمر (Health Manager) او په 1388 لمریز (2009م) کي د افـــغــانستان د جـنـــوبـــي حــــوزې لـــپـــاره د یـــونيسف(Unicef)   لـــخـــوا د صحت او تـــغـذې د متخصص  (Health & Nutrition Specialist) په توګه،  په 1393 لمریز (2014م) کي  MSHمؤسسې لـــخــوا د کندهار د عامې روغتیا د روغتیایې مشاور(Provincial Health Advisor)   او د مــیـرویس نیکه د لـوړو زده کــړو مؤسسې د طب پوهنځی د رئیس او اسـتاد په تــــوګه، په 1394 لمـریز (2015م) کي

د BARAN مـــؤسسې لـخــــوا د کـنـــدهـــار ولایت د روغتیـــایــې تــخنیـــکې مـــــرستیـــال  (Deputy Technical Manager) په توګه، او ورسره د میـرویــــس نیکه د لوړو زده کړو مــؤسسې  د علمي مرستیال، طب اســــتاد او د UNESCO لخــوا د افغانستان د بیـــــوتیک واحــد د مــسؤل  (Head of Afghanistan National Bioethics) په توګه دندې تر سره کړي دي.