حقوق او سیاسی علومو پوهنځی

 

 

 

 

 

دحقوقواوسیاسی علوموپوهنځی په اړه معلومات:

دحقوقواوسیاسی علوموپوهنځی په (۱۳۹۰هـ ش) دمیرویس نیکه د لوړوزده کړومؤسیسې د تاسیس سره سم رامینځته او ایجاد سول،

نوموړی پوهنځی د دوه فارغ ورکونکو ډیپارتمنټونه هر يو اداره او ډيپلوماسي او قضا‌‌ء او څارنوالي څانګو په لرلو سره خپل فعالیتونو ترسره کوي، چه ۷۸ تنه محصلین قضاءاوڅارنوالی او۱۴۹تنه محصلین په اداره اوډیپلواماسی څانګوکی او همدارنګه په مجموعي ډول اول کال او دوهم کال د عمومي سمسترونو کي  ۹۴۷تنه نارينه او ښځينه د مختلفو ولايتو لرونکو محصلین په زده کړه بوخت دی، همدارنګه د دواړو څانګو څخه نهه  دورې چه۵۴۷ تنه فارغ محصل ورکړیدی، د دی پوهنځی څخه فارغین په مختلفودولتی او غیردولتی اداروکی دندی ترسره کوی اویو شمیر په شخصی کاروبار بوخت دی، همدارنګه یاده پوهنځی ۳۱ تنه باتجربه اومتخصص استادان په دواړو څانګوکی استخدام او تدریس کوی.

 

دپوهنځی اداری تشکیل په لاندی ډول سره دی.

۱ – پوهنځی رئیس: نعمت الله حسنی

۲ – پوهنځی مرستیال: احمدظفر درانی

۳ – اداره اوډیپلوماسی څانګی آمر: ذبیح الله الهام

۴ – قضاءاوڅارنوالی څانګی آمر: میراحمد رحلت

۵ – تدریسی مدیر:فضل رحیم شرافت.

 

پوهنځی رئیس پیژندنه:

 

 

 

 

پوهنځی مرستیال پیژندنه:

احمدظفر درانی دحاجی محمدقاسم زوی، ابتدائی او ثانوی زده کړی کابل خوشحال خان لیسه او کندهارپوهنتون شرعیات پوهنځی فقه اوقانون څانګی لیسانس او دانشګاه آزاد اسلامی پوهنتون دعمومی حقوق په برخه کی دماستری ترکچی زده کړی ترسره کړی.

همدارنګه په  مختلفودولتی او غیر دولتی ادارو دندی اجراء کړی، ټاکنوخپلواک کمیسیون دوه دنده اجرا کړی،شپږکال څارنوالی ادارپه مختلفوبرخو کی دنده ترسره کړی او میرویس نیکه لوړوزده کړومؤسیسه حقوقواوسیاسی علوموپوهنځی کی پنځه کال دقضاءاوڅارنوالی څانګی آمر او استاد او فعلاً دحقوقواوسیاسی علوموپوهنځی مرستیال په توګه دنده ترسره کوی.
 

د اداره او ډيپلوماسي څانګه:

ذبيح الله الهام د حاجی عبدالله زوي د کندهار ولايت اوسيدونکي ابتدایی زده کړي د ميرويس ميني ذکور ليسه کي ترسره کړي دي او ثانوي زده کړي ميرويس  نيکه عالي ليسه کي او د کندهار ولايت په ديني مدارسو کي درس لوستلي دي او همدارنګه د اسلامی تعليماتو له څانګې څخه فارغ دي. او لوړي زده کړي يې په ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه کي  د پنځمي دورې د اداره او ډيپلوماسي په څانګه کي ترسره کړی دي او همدارنګه د ازاد اسلامي پوهنتون د ماسټري برحاله محصل دي.

او د دې ترڅنګ په مختلفو خصوصي تجارتي برخو کي کار کړي دی او له ۱۳۹۶ هـ ش کال د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کي استاد دي، برحاله مدافع وکیل دي او په ۱۳۹۷هـ ش کال د دلوي په مياشت کي د څانګې د آمر په صفت وټاکل سو.
 

قضأ او څارنوالي څانګه:

ميراحمد رحلت د اقامحمد زوی د کندهار ولايت اوسيدونکی، ابتدايي زدکړي

یې په محمود طرزي عالي ليسه کي ترسره کړي دي او ثانوي زدکړي يې په محمد هوتک شپې عالي ليسه کي ترسره کړي دي، ديني زدکړي يې د کلي په مدرسه کي ترسره کړي دي، کمپيوټر او اينلګليسي زدکړي يې په افغان علمي او کلتوري مرکز کي ترسره کړي دي او لوړي زدکړي يې په ميرويس نيکه لوړو زدکړو مؤسسه کي د لسانس ترکچي د درېيمي دورې د حقوقو او سياسي علومو د قضأ او څارنوالي په څانګه کي پای ته رسولي دي، د ازاد اسلامي پوهنتون د عمومي حقوقو په څانګه کي برحاله د ماسټری محصل دی.

د دې ترڅنګ په ګمرکي چارو کي اوږده تجربه لري او د ۱۳۹۵ هـ،ش کال څخه د ميرويس نيکه لوړو زدکړو مؤسسه کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد دی، چي په دې ورستيو کي یعني د ۱۳۹۷هـ،ش کال په اوآخرو کي د قضأ او څارنوالي څانګي د آمر په حيث مقرر سوی دی.

 

تدریسي مدیریت :

تدریسي مدیر: فضل الرحیم شرافت د فضل الخالق زوی د میدان وردګو ولایت د سیداباد د ولسوالی اوسیدونکي په ۱۳۸۰ کال کی د سیداباد د عالي ليسي څخه فارغ شوی اوپه  ۱۳۸۳ کال کی د کندهار پوهنتون د کرهڼي پوهنځۍ ته کامیاب او په ۱۳۸۷ کال کی د نوموړې پوهنځۍ  د هارتیکلچر د څانګي څخه فارغ شوی.

نوموړی د (۲) کالو لپاره د ابن سینا مؤسسې سره بشري سرچینو مدیر په صفت دنده اجرا کړې ده او (۳) کاله د ټرینر په حیث د هایپو مؤسسې سره پاتې شوی دی. په ۱۳۹۴ هـ ل کال کې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې سره د معالجوي طب پوهنځي کې د تدریسي مدیر او په ۱۳۹۷ هـ ل کال کې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي سره تر دې مهاله پورې د تدریسي مدیر په صفت دنده اجرا کوي.