حقوق او سیاسی علومو پوهنځی

 

 

 

 

 

 

د اداره او ډيپلوماسي څانګه:

ذبيح الله الهام د حاجی عبدالله زوي د کندهار ولايت اوسيدونکي ابتدایی زده کړي د ميرويس ميني ذکور ليسه کي ترسره کړي دي او ثانوي زده کړي ميرويس  نيکه عالي ليسه کي او د کندهار ولايت په ديني مدارسو کي درس لوستلي دي او همدارنګه د اسلامی تعليماتو له څانګې څخه فارغ دي. او لوړي زده کړي يې په ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه کي  د پنځمي دورې د اداره او ډيپلوماسي په څانګه کي ترسره کړی دي او همدارنګه د ازاد اسلامي پوهنتون د ماسټري برحاله محصل دي.

او د دې ترڅنګ په مختلفو خصوصي تجارتي برخو کي کار کړي دی او له ۱۳۹۶ هـ ش کال د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کي استاد دي، برحاله مدافع وکیل دي او په ۱۳۹۷هـ ش کال د دلوي په مياشت کي د څانګې د آمر په صفت وټاکل سو.