طب پوهنځی

 

 

 

 

ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسي  د معالجوی طب ۤپوهنځی لنډه پيژندنه

معالجوی طب پوهنځی د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې په هډانه کې د لومړني پوهنځي په توګه   په (۱۳۹۰ه.ش )كال کې  د لوړو زده كړو وزارت له قانون او مقرراتو سره سم پرانیستل  شو، د معالجوي طب پوهنخي د لومړی دورې د محصلینو شمیر چی د کانکور د آزموینې له لارې یاد پوهنځی ته بریالي شول اوه اتیا تنه وو چې له د جملې دوه ویشت تنه یی ښځینه محصلینې وې.اوس مهال یاد پوهنځی یو زرواتلس تنه محصلین لري چې د هیواد له ګوټ ګوټ په ځانګړي توګه سهیل لویدیځې حوزې څخه د PCBڅخه بیا د ستاژ تر دورې  په زده کړو بوخت دي. د معالجوي طب پوهنځی د زده کړو چارې داوه دیرش  مجربو استادانو له خوا چې ډیرۍ یې په خپلو اړونده برخو کی متخصصین ډاکتران دي، پر مخ بول کیږي. زده کړې د معالجوي طب پوهنځي لپاره  د لوړو زده کړو وزارت له خوا د منل شوي کوریکولم پر بنسټ په عملي او نظري توګه تر سره کیږي. د معالجوی طب پوهنځي په چوکات کی د محصلینو د عملي وړتیاوو د لوړولو په موخه ښه سمبال لابراتوارونه  چی محصلینو ته د کیمیا،فزیک،بیولوژي،اناتومي،فزیولوژي او هستولوژي په برخو کی عملي زده کړې ورکول کیږي، شتون لري. ددې تر څنګ د سیمې په کچه یو ښه سمبال روغتون  محصلینو ته د عملي زده کړو په برخه کې مرسته کوي. د محصلینو د علمي وړتیاوو د لا بډاینې په موخه ښه سمبال کتابتون چی هر راز طبي کتابونه په کې شتون لري همدا شان د معلوماتي تکنالوژي مرکز چې په کې د انترنیت آسانتیا او په کمپیوترونو سمبال دی، شتون لري.دا مرکز او کتابتون هر وخت د محصلینو او استادانو پر مخ پرانیستی دی.د معالجوی طب پوهنځی تدریسي او اداری چارې د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې  په ودانۍ  کی چی په دریو پوړوڼو کی ودانه شوې، تر سره کیږي.معالجوي طب پوهنځی دری څانګی(دیپارتمنت) پاراکلینیک،داخله او جراحي لري او د پوهنځي اداري او تدریسي چارې د یادو څانګو له خوا تر سره کیږي. د یادولو وړ ده چی ټول تدریسي ټولګي د نني عصر د غوښتنو سره سم په سمعي او بصري وسایلو سمبال شوي او استادان د نوموړیو وسایلو څخه په ګټه اخیستنې د زده کړو چارې پر مخ بیایي.

لر ليد  (Vision)

میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې معالجوی طب پوهنځی به  د یو داسې لوړ او با کیفیته  سیستم څخه برخه من وي  چی د افغانستان د پرمختګ  او ټولګټو ضامن ،   ملی ارزښتونو ته ژمن ،   په پرمختللي علمي پوهه سمبال  ، دیوې ښې رهبرۍ او مدیریت خاوند به وي اوهم به په سیمه او هیواد  کې  لوړ اعتبار ولري.

رسالت  (Mission)

  • ټولو وړ کسانو ته د لوړو زده کړو د انډولیز لاس رسی  د لارې هوارول
  • ټولنې ته د داسې روغتیایې کارکونکو وړاندې کول تر څوخلکو ته باکیفته روغتیایي خدمتونه د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کی نیولو سره وړاندې کړي
  • ټولنې ته د داسې فارغانو وړاندې کول چې د روغتیایي خدمتونو د عرضې په مارکیټ کی د سیالۍ وړتیا ولري

هدف (Goal)

  • ټولنې ته د پوه، مجربواو مستعدو روغتیایي کارکونکو وړاندې کول تر څو باکیفیته روغتیایي خدمتونه خلکو ته وړاندې کړي
  • د داسی اکادمیک چاپیریال برابرول تر څو استادان ،محصلین او اداري کارکونکي خپلې علمي وړتیاوې یو له بل سره شریک کړي
  • استادانو او محصلینو ته د څیړنیزو آسانتیاوو برابرول

ارزښتونه(Values)

  • با کيفيته  لوړې زده کړې
  • د ملي يووالي ټينګښت
  • اخلاق او کرامت
  • انډولتیا
  •    سالمه اداره ،اغیزمنتوب،ګټورتوب
  • د پوهنځي اکاډيميکه آزادي
  • حساب ورکونه
  • د نیوکو دمنلو د فرهنګ دودول
  • سالمو علمی سیالیو ته لار هواره ول

 د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسسې د معالجوی طب پوهنځی ځانګړي پرمختګونه:

  1. یو زرو اتلسو ځوانانو ته چی دوه سوه یوویشت تنه یی ښځینه محصلینې دي، د هیواد په کچه د معیاري زده کړو آسانتیا برابرول
  2. په ۱۳۹۷ کال کی د کانکور د آزموینې له لارې   په معالجوي طب پوهنځي کی یوسلو اتیا نویو محصلینو ته د تحصیل آسانتیا برابرول
  3. په ۱۳۹۶ کال کی ۷۸تنه او په ۱۳۹۷ کال کی ۸۴ تنه فارغین چې ټول ټال  ۱۶۲ تنه کیږي، ټولنې ته د ځوانو ډاکترانو په توګه وړاندې کول
  4. د اوه دیرشوتنو مجربو استادانو درلودل
  5. د دايمي ودانۍ درلودل .
  6. د ښه سمبال  لابراتوارونو درلودل
  7. د انترنیت دآسانتیاوو درلودل
  8. منظم او پر کتابونو سمبال کتابتون درلودل
  9. د ښځینه محصلینو لپاره د وړیا ترانسپورټ آسانتیا اوخوندي چاپیریال درلودل.
  10. په تدريس کي د تکنالوژي، نوي او عصري وسايلو څخه ګټه اخیستل.
  11. د عملي زده کړو لپاره د کادري روغتون درلودل
  12. د هندوستان هیواد په عصري او سمبال روغتونونو کی د ستاژر ډاکترانو لپاره د زده کړو آسانتیا
  13. اړو او بی وزلو محصلینو ته په تحصیلی لګښت(فیس) کی کمښت
  14. د Biotics د نړیوال سازمان او هم د WHO غړیتوب
  15. په بریا سره د کیفیت د لوړولو د لومړي پړاو سرته رسول