د ډاکټر نقيب الله افغــــان لنډه پېژندنه

٣٣ کلن ډاکټر نقيب الله افغــــان د ميرويس نيکه لوړو زده کـړو مؤسســې مؤسيس او عمومي رئيس په ١٣٦١ کال کي د هلمند ولايت په لښکرګاه ښـار کــي زېږېدلى، د وخت د ستونزو سره ســــــــره يې په زده کړو پيل وکړ، چي په خپــــل ولايت کي د ښوونځى څخه فارغ سوى دى. ښاغلي افغان د خپل ذوق په اساس لوړي زده کړي د ننګرهـار ولايت د طب پوهنځى په بــرخه کي بشپړ کـــړې، تر فارغېــــدو وروسته هندوستان ته تللى او د ماسټري ترکچي يي هلته خپلي زده کړي سر ته رسـولي دي د ژونـــــــد تر ټولو غټه هيله يې دا وه، چي يو پياوړى ښونيز ســکټور رامنځته کـړي څو د دغي لاري خپل ملت ته خدمت وکړي، د ښــــاغلي افغان په خبـره چـــــــي کله محصل وو ځيني کسانو به پېغور ور کاوه، چـي کندهار تــــر اوسه پيــــاوړى ښوونيز ســــکټور نه لري. نو تــــدبير يې ونيوى څو يو پوهنتون ولري، چي نـن يې د صحنې شاهدان يؤ. د هيواد په کــچــه زرګونو ځوانانو ته يې د زده کړي زمينه مساعده کړې ده، چي تــــر اوسه يې عملاً شــــا او خوا ٢٥٠٠ زده کړيالان په زده کړه بوخت دي.