2021-10-11

د ۲۱مي دورې کانکور ازموینه واخيستل سول!

نن پنج شنبه د ميزان میاشتي پر ۱۵مه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د ۲۱مي دورې د کانکور د ازموینو په مراسمو کي علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، د کندهار پوهنتون استازی، د ا.ا.ا د تحصيلاتو حوزوي کميسیون استازی، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو شتون درلود.

چي لومړی د کانکور په پرانيسته کي علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې یې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې پر خدماتو رڼا واچول، د هغه په قول چي د عالي تحصيلاتو په چوکاټ کي ټول خدمات تاسو ته محیا سوي دي، ډاکټر نور وویل زموږ د کانکور ازموینه به په بشپړ شفافیت سره واخيستل سي او محصلان به د ازمویني ټولو اصولو ته پابندي کوي.

ورپسې د کندهار پوهنتون استازي ډاکټر نجیب الله نيازي د کانکور ګډون کوونکو ته ډاډ ورکړ چي د یادي مؤسسې سره کندهار پوهنتون همکاره دی چي وخت پر وخت به ورسره خپلي علمي همکارۍ او عملي برنامې ترسره کوي.

همدارنګه د ا.ا.ا د تحصيلاتو حوزوي کميسیون استازی ښاغلي سید سمیع الله قریشی محصلینو ته پوره ډاډ ورکړ چي امـ-ــارت به د ځوانانو د تحصيل په برخه کي پوره همکاره وي تر څو لا هم په دې برخه کي اسانتیاوي رامنځته کړي.

د مقدماتي برخي څخه وروسته ټولو ځوانانو ته د سوالونو کتابچې او جواب پاڼي وویشل سوې چي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس ښاغلي الهام لخوا جواب پاڼه ورته تشریح سول.

ازموینه په پوره شفافیت سره واخيستل سول او پایلي به یې ډیر ژر اعلان کړل سي. د یادوني وړ ده چي متفرقه کانکور ازموینه به د ميزان میاشتي پر ۲۵مه نېټه واخيستل سي.

د ۲۱مي دورې کانکور ازموینه واخيستل سول!



نور اړوند خبرونه
2021-Oct-26