2021-12-11

د محصل نړیواله ورځ په ځانګړي مراسمو ولمانځل سول!

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې نن چهار شنبه د عقرب میاشتي پر (۲۶) نېټه د محصل نړیواله ورځ ولمانځل، په یاده لمانځغونډه کي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د محصلانو چارو مرستیال استاد بریالی سمسور، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلينو ګډون کړی وو.

د غونډي په پرانيسته کي ښاغلي ډاکټر نور خالق نور ټولو محصلينو ته د دې ورځي مبارکي وویل او خوښي یې څرګنده کړل چي نن دا ورځ په شانداره مراسمو او د محصل په تقدیر کولو سره په میرویس نیکه پوهنتون کي لمانځل کیږي.

ښاغلي ډاکټر نور وویل اداره یې د محصلينو لپاره د خدماتو په وړاندي کولو کي بشپړه ژمنتیا لري او په دغه برخه کي چاري په چټکۍ سره رواني دي.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس ښاغلي ذبيح الله الهام هم په خپله وینا کي محصلينو ته مبارکي وویل او د محصل نړیوالي ورځي پر ارزښت يې خبري وکړې،

همدارنګه د برحاله محصلینو په استازولي د اقتصاد پوهنځی څخه ښاغلي منیر احمد احمدي او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی څخه احمد زاهد ویناوي وکړې.

وروپسې د فارغ محصلينو په استازولي ښاغلي بسم الله فیضي وینا وکړل.

د غونډي په پای کي ممتاز محصلين وستایل سول او د ستاینليکونو تر څنګ ځيني محصلینو ته ترتیب سوي تحفې ورکول سوې.

وروسته تر هغه محصلینو، استادانو او اداري کارمندانو په ګډه سره د یادي ورځي په مناسبت جوړ سوی کیک مات او ټولو ته يې مبارکي وویل.

د یادوني وړه ده چي د محصل نړیواله ورځ هر کال د افغانستان تر څنګ په یو شمیر نورو هیوادونو کي هم لمانځل کیږي.

د محصل نړیواله ورځ په ځانګړي مراسمو ولمانځل سول!



نور اړوند خبرونه
2021-Dec-02