2021-11-18

د ( اسلامي بانکداري ) تر عنوان لاندي ویبنار ترسره سو!

نن پنج شنبه د عقرب میاشتي پر ۲۷مه نېټه د میرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې او د عمان هيواد څخه د اغلي دوکتور فاتین سید الذجالي په ګډه همکاري د (اسلامي بانکداري) تر عنوان لاندي ویبنار وړاندي سو.

په یاد ویبنار کي ټولو اداري کارمندانو او استادانو ګډون کړی و چي پر ذکر سوې موضوع يې هم خپل نظرونه او پوښتني شريکي کړې.

د یادوني وړ چي میرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د ظرفیت لوړوني په برخه کي وخت پر وخت یو شمېر انلاین او حضوري سیمنارونه او ورکشاپونه په لاره اچوي.

د ( اسلامي بانکداري ) تر عنوان لاندي ویبنار ترسره سو!



نور اړوند خبرونه
2021-Dec-02