2022-01-13

د هند هیواد د سروډیا روغتون سره تفاهم لیک!

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی فارغ التحصل محصلینو ته د عملي زده کړو یا ستاژ دورې بشپړ کولو لپاره د هنـدوستان هیـواد فريد آباد حريانا سټيټ آیالات د سروډیا (۳۵۰ بستریز) روغتون او څېړنیز مرکز سره په ۱۳۹۷ کال کي تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

چي تر دا مهاله يې زیات شمېر محصلین د یاد هیواد روغتون ته استول سوی او د ستاژ دوره يې بشپړه کړې ده، چي اوس هم ځيني محصلین په خپلو عملي زده کړو بوخت دي.

د یادوني وړ ده، چي ډير ژر به د دریم ځل لپاره نور محصلین هم د عملي زده کړو لپاره د هند هیواد یاد روغتون ته واستول سی تر څو په یاده برخه کي خپله ستاژ دوره بشپړ کړي.

هیره دي نه وي چي د یادو محصلینو ټولي رسمي چاري د میـرویس نیکه لــوړو زده کړو مـؤسسې له خـوا بشپړیږي.

د هند هیواد د سروډیا روغتون سره تفاهم لیک!



نور اړوند خبرونه
2022-Jan-23