د درنو محصلینو د پام وړ!
د کمپيوټر وړيا اونيز کورس (Power Point 2021)
د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې هغه محصلينو ته خبر ورکول کیږي چي د سمینار جوړولو په تخنیکي برخه کي ستونزه لري،
کولای سي چي زموږ سره په یاد کورس کي په وړیا ډول نوم لیکنه وکړي.
نوموړی کورس د يوې اونۍ لپاره د معلوماتي ټکنالوژي مرکز او د نشراتو آمریت په ګډه همکاري دائر کړل سوی دی.
بېړه وکړئ د نوم لیکني لپاره همدا نن ورځ
د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي مرکز ته تشريف راوړئ.
د صنف د شروع نېټه: 1401/2/24
تدريسي وخت: ماپښين 3-4 بجې
یادونه: د کورس د بشپړېدو څخه وروسته
ټولو ګډون کوونکو ته د فراغت سند هم ورکول کیږي.