2022-06-11

د کمپيوټر اونيز کورس څخه ښځينه محصلینو ته

د فراغت سندونه ورکول سول.

نن شنبه د رواني جوزا میاشتي پر ۲۱مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې لخوا د ښځينه محصلینو د کمپيوټر د فاورپينټ اونیز کورس فراغت غونډه ترسره سول.

په غونډه کي د پوهنتون ښځینه اداري کارمندانو، د جنډر آمري او محصلینو ګډون کړی و، لومړی د قرانکریم تلاوت وسو، ورپسې د جنډر آمري د یاد کورس په اړه وینا وکړل ټولو فارغ سوي محصلینو ته مبارکي وویل او د خویندو لپاره يې دا ډول لنډمهاله زده کړي اړيني وبللي او د یادي لړۍ د دوام غوښتنه يې وکړل.

همدارنګه د یادو ښځينه محصلینو په استازولي یوې خور خبري وکړې

او د پوهنتون د رهبري او ټيم څخه يې ځانګړې مننه وکړل چي د دوی لپاره يې دا ډول ګټور پروګرامونه په لاره اچولي دي.

یاد کورس چي یوه اونۍ يې دوام درلود دی د کارموندني مرکز او جنډر امریت لخوا په لاره اچول سوی و چي د معلوماتي ټکنالوژي مرکز تر نظارت لاندي و او محصلینو ته پکښي د سمینار تخنيکي جوړښت او اړوند موضوعات په عملي توګه د ښځينه استادي لخوا وښودل سول.

د ویناو برخي څخه وروسته د فراغت سندونو د ویش بهیر پيل سو چي د ادارې لخوا ترتیب سوي سندونه د استادانو او اداري کارمندانو له لوري محصلینو ته ورکول سول.

د نشراتو آمريت

د کمپيوټر اونيز کورس څخه ښځينه محصلینو ته



نور اړوند خبرونه
2024-Mar-28