(د ترسره سوي علمي څېړني پايلي شريکول)
د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د ستاژ دورې محصل ډاکټر عبدالهادي احساس په خارج هیواد پاکستان کي د بلوچستان ایالات په سېول نومي روغتون کي د کوچنیانو د مغزي پردو التهاب اړوند خپله څېړنه کړې ده.
سبا دوشنبه ماپښین څلور بجې به نوموړی محصل د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د خپلي څېړني پايلي د ګډونوالو سره شریکي کړي.
د یادي موضوع علاقمندان کولای سي چي
زموږ سره په دې علمي غونډه کي ګډون وکړي.