2022-06-16

د سافټ سکېل (soft Skills) ټرینیګ پيل سو!

نن دوشنبه د رواني جوزا میاشتي پر ۲۳مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د کارموندني مرکز او اقتصاد پوهنځی په ګډه همکاري د سافټ سکېل وړيا څلور ورځنی ټرینیګ پيل سو.

په یاد ټرینیګ کي د اقتصاد، حقوق او سياسي علوم او معالجوي طب پوهنځیو محصلینو ګډون کړی و، چي د ماسټر ټرېنر استاد محمد واسع صديقي لخوا د پلان سره سم لاندي موضوعات په ورځني شکل پکښي تدریس کیږي.

لومړۍ ورځ - د دندي‌ لټون

دوهمه ورځ - سي وي ليکنه

دریمه ورځ - کاور لېټر

څلورمه ورځ - او انټروي پروسه

همدارنګه د ټرینیګ په لومړۍ ورځ ټولو ګډونوالو د تدریس تر څنګ پوښتنپاڼي ووېشل سوې، تر څو د یادو محصلینو ارزونه هم سوې وي.

هیره دي نه وي چي یاد ټرینیګ به ډېر ژر د خویندو لپاره هم پيل سي.

د یادوني وړ ده د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې کارموندني مرکز وخت پر وخت د محصلینو د ظرفیت لوړوني په موخه لنډمهاله ورکشاپونه او ټرینیګونه په لاره اچوي دي.

د سافټ سکېل (soft Skills) ټرینیګ پيل سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Mar-28