2021-06-16

فارغ التحصيل د خپلي څېړني پايلي د ګډنوالو سره شریکي کړې!

نن دوشنبه د رواني جوزا میاشتي پر ۲۳مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د معالجوي طب پوهنځی فارغ التحصیل ډاکټر عبدالهادي احساس د ترسره سوي څېړني د پایلي شریکولو په موخه غونډه ترتیب سوې وه.

په یاده غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال، د پوهنځيو رئيسانو، اداري کارمندانو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پيل سول چي وروسته علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د پيل او ښه راغلاست وینا وکړل، ښاغلي ډاکټر نور په خپله وینا کي د نوموړی محصل هڅه وستایل او د نورو محصلینو څخه يې هم د څېړنو کولو غوښتنه وکړل.

ورپسې ډاکټر احساس د خپلي ترسره کړي څېړني چي د ستاژ په دوره کي يې د خارج هیواد پاکستان د بلوچستان ایالات په سېول نومي روغتون کي د کوچنیانو د مغزي پردو التهاب اړوند کړې وه پايلي د ګډونوالو سره شریکي کړې.

همدارنګه ګډونوالو د یادي څېړني په اړه خپلي پوښتني مطرح کړې

چي د احساس صاحب لخوا ورته جوابونه ورکول سول.

د غونډي په وروستۍ برخه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په استازولي د طب پوهنځی رئيس ښاغلی ډاکټر فضل الرحمن حاشر د نوموړي محصل د یادي څېړني په اړه خوښي وښودل او د داسي نورو مهمو موضوعاتو په اړه يې د ډاکټر احساس او ګډنوالو څخه د تحقیق کولو غوښتنه وکړل، تر څو په هیواد کي مو د علمي څېړنو کچه لوړه سوې وي.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تر دې وړاندي هم د استادانو او محصلینو د ترسره کړو څېړنو پايلي د ګډونوالو سره د غونډو او څېړنيزي مجلې له لاري شریکي کړي دي.

د نشراتو آمريت

فارغ التحصيل د خپلي څېړني پايلي د ګډنوالو سره شریکي کړې!



نور اړوند خبرونه
2024-Mar-28