2022-09-03

د کندهار پوهنتون سره د علمي همکاريو تفاهم ليک لاسليک سو!

نن دوشنبه د رواني اسد میاشتي پر ۱۰مه نېټه د کندهار پوهنتون د غونډو په تالار کي په همدې موخه غونډه ترتیب سوې وه چي پکښي د کندهار پوهنتون، د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې او د نورو خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو استازو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارک ایاتونو پيل سول ورپسې د کندهار پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر محمد زکریا امیر زاده خوښي وښودل او د علمي نهادونو تر منځ يې همږغي خورا مهمه وګڼل.

همدارنګه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په استازولي ښاغلي ډاکټر فاروق نعیمي د کندهار پوهنتون څخه د منني تر څنګ وویل چي خصوصي نهادونه د دولتي علمي نهادونو سره پوره همکاره دي او په یادو برخو کي به لا هم د همکاري کولو لړۍ جاري ساتي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د کندهار پوهنتون مالي او اداري مرستیال انجینر محمد ناصر نېکزاد د دوه اړخيزه علمي همکاريو د تفاهم ليک په اړه وویل چي د یاد هوکړه لیک په مرسته به دواړو علمي نهادونه په علمي تجاربو، ټرینیګونو، ارزونو او نورو علمي برخو کي همږغي پاته سوي وي.

د غونډي په ورستۍ برخه کي د کندهار پوهنتون د رئيس ښاغلي ډا کټر امیر زاده او د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په استازولي ښاغلي ډاکټر نعيمي یاد هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یادوني وړ ده چی ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې دې ته ورته د علمي همکاریو ګډ تفاهم لیکونو د هیواد په داخلي او بهرنۍ کچه هم لاسلیک کړي دي.

د کندهار پوهنتون سره د علمي همکاريو تفاهم ليک لاسليک سو!



نور اړوند خبرونه
2022-Aug-15