د اداري او ډيپلوماسي څانګه

     ادارې او ډيپلوماسي څانګه د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي په چوګاټ کي  يو اساسي، تخصصي او فارغ ورکوونکي ديپارتمنت شمير ل کيږي چي د ټولني په سياسي، اداري، ډيپلوماټيکي او د سالمي رهبري په برخو کي د مسلکي کسانو نه شتون يو لويه  خلا بلل کيږي نو د ټولني په مختلفو برخو کي لکه په اداري، سياسي، مشاوري، رهبري  او اړونده نورو برخو کي د خلا ډکولو لپاره د اداره او ډيپلوماسي څانګي ته اړتيا ليدل کيږي چي په فعاليت پيل وکړي او همدارنګه افغانستان يو وروسته پاتې هيواد دي په وروسته پاتې هيوادونو کې ادارات په کلاسيک ډول او د مصلحت له مخې مخته وړل کيږي دا هم يو منل سوي اصل دي چې مسلکي مديريتي او فزيکي کاري قوه د يو هيواد لپاره زيربينا جوړوي، د افغانستان د باسواده قشر کچه ټيټه ده  کله چې د سواد کچه ټيټه  وي د مسلکي کاري قوي فيصدي خو به بيخي کښته وي، دا خبره ثابته ده ځکه کله چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په کار پيل نه وو کړي  په ټول کندهار کې د ګوتو په شمير رياستونه د ليسانس کسانو لخوا اداره کيدل، د کندهار ولايت په رياستونو کي لوړ بستونه حتي تر ريسه پوري  ټول ۱۲ پاس او حتي تر هغه د کومو زده کړو خاوندان وو حتي د وخت د رئس جمهور لخوا د مسلکي کسانو د نشتون له امله په کليدي او لوړو پوسټونو باندې د ۱۲ پاسانو د تقرر امر ورکول سوي وو. د همدغه اړتياوو په اساس لازمه ګڼل کيږي چي د همدغه ستونزو د حل لپاره د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او ياد ديپارتمنت ايجاد سي او له دغه لاري محصلين د مسلکي، متخصصو او متعهدو کسانو په څير و  روزل سي او ټولني ته دخدمت لپاره وړاندي سي.


2021-Oct-26