د څېړنيز مرکز پېژندنه

د مهربانه او بښونکي الله جل جلاله په سپیڅلي نامه

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څیړنیز مرکز

  • پیژندنه: نحمده و نستعینه ونستغفره و نؤمن به و نتوکل علیه و نعوذ با لله من شرور انفسنا و من سیئات اعمالنا من یهده الله فلا مضل له و من یضله فلا هادی له و نشهد ان لا اله الا الله و نشهد ان محمد عبده و رسوله. جز الله عنا محمد ماهو اهله. میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د هیواد د لوړو زده کړو وزارت د خصوصې پوهنتونونو او مؤسساتو ریاست له خوا د اساسې قانون د (۴۶) مادې د حکم په اساس په مسلسه ګڼه (۵۳)، د ثبت ګڼه (۵۳۶)، په (۲۸/۱۰/۱۳۹۰) نیټه  د یو عالي، علمې، تحصیلي نهاد په ډول د رسمي جواز او ثبت په لرلو سره په کندهار کي کار پیل کړ. یاده مؤسسه خپل لرلید او ماموریت ته په کتو سره خپلې چاري پر مخ بیایې (لرلید: ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه غواړې چې د سيمې په کچه په علمي او څیړنیزو برخو کې د ټولنې ستونزې حل کړي. ماموریت: ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کړیده، چې د زده کړو او څیړنو په برخو کې علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړې). اوس مهال په څلورو څانګو کې (۱۵۲۵) فعال محصلینو ته کې د (۷۰) مسلکې استادانو له خوا زده کړې ورکول کیږې. د عملې زده کړو لپاره تدریسي روغتونونه، لابراتوارونه، تجارتي مرکز، سیاسي علومو کلب او حقوقي کلینیک لري. د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د ارزونو له مخې یې د دوهم پړاو ارزونې تر سره او ټولنې ته یې (۲۸۱۲) مسلکې کادرونه وړاندې کړیدی. میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه خپلي چاري د دری معاونیتونو د لاري په مخ وړي: علمي چارو معاونیت، محصلانو چارو معاونیت او اداري مالی معاونیت.

لوړو زده کړو د اصولو او مقرراتو پر بنسټ د لوړو زده کړو په سیسټم کې اکادمیک اشخاص یا کادرونه استادان دي. علمي معاونیت او څیړنیز مرکز د ټولو څیړنیز او علمي چارو مسؤلیت لري. تحصیلي او اکاډمیک بنسټ، د تعلیمي کچې د ودې او پراختیا په موخه، د پلان کولو مسؤلیت او د علمي څیړنو تر سره کول، کنفرانسونه او سیمینارونه وړاندې کول، د تحصیلي سیسټمونو د ښه کولو هڅه کول او د پوهنځیو د اکاډمیکو چارو او د درسي پلانونو د تطبیق څارنه کوي.

په هر هیواد کې پرمختګ ساینس او ​​پوهې ته بیړنۍ اړتیا لري. دا دوه عناصر د ساینسي څیړنو د پلي کولو له لارې په څرګند ډول ترلاسه کیږي. د پرمختګ تر ټولو مهم اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او صنعتي عناصر دي چې د هر هیواد سیاسي وده تکیه کوي. ځکه چې ډیری تخنیکونه او د تولید عوامل د ساینسي څیړنو د پلي کولو له لارې رامینځته کیږي، نو په نړۍ کې هیڅ هیواد شتون نلري چې د هر اړخیز ساینسي ودې او پرمختګ پرته اقتصادي او صنعتي پرمختګ ترلاسه کړي. نو له همدې امله علمي او تخنیکي څیړنو ته د بنسټیز ستنې په توګه لومړیتوب ورکول د پرمختګ له بنسټیزو اړتیاوو څخه دی او د دوامدار پرمختګ او هوساینې او د یوې رښتینې خپلواکې ټولنې د لاسته راوړلو لپاره یو محرک عامل دی.

تاریخچه

د میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسه د هېواد په جنوب لوېدیځ کې تر ټولو لوی او لومړنی خصوصي د لوړو زده کړو علمي مرکز دی، چې په (۲۰۱۷) کال کې یې د «څېړنو مرکز» بنسټ کیښود. دغه علمي مرکز خپل فعالیت پیل کړ او دا مهال (۶۱) څیړنیزې مقالې په کورنیو ژورنالونو او (۷) څیړنیزې مقالې په نړیوالو ژورنالونو کې لري. دا یو نوی تاسیس شوی مرکز دی چې وده کوي.

د مؤسسي د څیړنو پرمختګ او نوښتونو کمیټه:

د څیړنې پرمختګ او نوښتونو کمیټه د پریکړې کولو او د څیړنو د پالیسۍ عالي اداره ده او د وړاندیز شوي څیړنیزو پروژو د بیاکتنې واک لري. د څیړنې شورأ د پوهنځیو له وړ استازو او استادانو څخه جوړه ده.

  • دندې:
  • د لوړو زده کړی مؤسسی د ټولو لوایحو او مقرراتو مرعاتول.
  •  هدف ته د رسیدو لپاره د ټولو پلانونو ترتیب، تطبیق، څارنه او راپور ورکول.
  • د څیړنو د میتودونو سره د بلدتیا په موخه د علمي نهاد په کچه منظم مجلسونه او ناستي دایرول او د هغوي تشویق.
  • د امارتی او خصوصی علمي نهادونو سره ښي اړیکي او د هغو په مرسته د بیلابیلو ورکشاپونو او سیمینارونو دایرول
  • د څیړنې د مونوګرافونو او علمي مقالو د لیکلو لپاره د مؤثرو مقررو او او طرحو ترتیبول.
  • د څیړنی په برخه کي د محصلینو او استادانو لپاره د علمي سیالیو لپاره زمینه برابرول او پدی برخه کي د هغوی ملاتړ.
  •  د استادانو د لیکل سوو او ژباړل سوی درسي کتابونو چاپول.
  • د علمي نهاد اړوند ادارو په مرسته د څیړونکو لپاره د څیړنو ممکنه زمینه برابرول.
  • د څیړونکو د ښی ګټي اخیستني په موخه د کورنیو او باندنیو سرچینو څخه د څیړونو د اسنادو او راپورونه ترلاسه کول.
  • د لوړو زده کړو د وزارت د نشراتی تګلاری په رڼا کي د علمي مجلی او نورو نشراتو پواسطه د عامه پوهاوی په خاطر د څیړونو د پایلو او نتایجو نشرول.
  • د څیړنو د لاسته راغلیو پایلو او نتایجو شریکول د ټولنی سره د علمي کنفرانسونو، د علمي نهاد د علمي مجلو او د علمي نهاد د ویب سایت د لاری.
  • د ټولنی د ستونزو د حل لپاره د اړینو څیړنو لستول، د څیړنو د ټول پوښتنو له لاری. او د هغو ترتیبول.
  • د مرسته کوونکو څخه د دوی د پر له پسې مرستو د را جلبولو په موخه د وړاندی سوو پروژو لپاره د پروپوزلونو لیکل او ترتیبول.
  • د مؤسسي د نوښتونو او پرمختونو مدیریت کول (پلان، راپور، هڅونه او نور)
  • د ټولو هغه چارو سرته رسول چي د دندی اړوند د مربوطه آمر له خوا ورسپارل کیږي.

 

  • موخي: د شواهدو پر بنسټ د لوړ کیفیت او پالیسۍ پوري اړوند څېړني برابرول، په فعاله توګه ددغه څېړنو پایلي خپرول او د څېړنو او زده کړي کلتور خپرول.
  • لرلید: د مبرږیس د لوړو زده کړو مؤسسی څیړنیز مرکز به د هیواد او سیمی په کچه یو مخکښ څیړنیز مرکز وی. چي د علمي څيړنو په وسیله به د هیواد پرمختګ لپاره خدمتونه کوي.
  • ماموریت: میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنیزو او علمي فعالیتونو لپاره ممکنه اسانتیاوي برابرول، اړیکو ته پراختیا ورکول او  د څېړنیزو فعالیتونو انسجام.
  • د پوهنځیو د کچٍي د څیړنو، نوښتونو او پرمختیا کمیټی: میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه دری پوهنځی لري چې په هره پوهنځي کي یوه د څیړنو، پرمختګ او نوښتونو کمیټه شتون لري. د پوهنځیو یادي کمیټي د مؤسسي د کچي کمیټي سره همغږي لري.

 

د پوهاند داکتر فضل الهی (رحمانی) د کندهار میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسی د څیړنیز مرکز د آمر لنډه پيژندنه:

پوهاند دکتور فضل الهی (رحمانی) د الحاج نورمحمد (رحمانی) زوی په ۱۳۴۸ لمريزکال کي د کندهار ښار په پنځمه ناحيه زيږيدلي دی. نوموړی خپلی لومړنۍ زده کړی د کابل ښار د عنصری بلخی په ښوونځي کي ترسره کړی او ثانوی زده کړی تر دولسم ټولګی پوری د خواجه عبدالله انصاری په عالي ليسه کي ترسره کړی چي په ۱۳۶۴ کال کي د انصاری د عالي ليسی څخه په اعلي درجه فارغ سويدی، بيايی په ۱۳۶۴کال کي د دولسم ټولګيو د فارغانو د کانکور په آزموينه کي ګډون کړی وو، چي د ښو نمرو په لاسته راوړلو په ۱۳۶۵ کال کي د ننګرهار پوهنتون په طب پوهنځې کي شامل سو. نوموړی د تحصيل په جريان کي د يو ممتاز محصل په توګه وځليد، او په ۱۳۷۰ کال کي د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځې څخه په اعلي درجه فارغ او د ماسټری د درجي ديپلوم ورته ورکړل سويدی.

نوموړۍ د په ۱۳۷۱ کال کي د کندهار د ميرويس په حوزوی روغتون په داخله سرويس کي د ځوريدلی ولس خدمت پيل کړ. د لوړو زده کړو د وزارت د لوايحو مطابق د کادر د شمول د شرايطو د پوره کولو په اساس په ۱۳۷۳ کال کي د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی د هستولوژی په څانګه کي د نامزد پوهنيار استاد په حيث مقرر سو. نوموړې د استادی په جريان کي د لوړو زده کړو د وزارت د لوايحو او قوانينو په مطابق د علمي ترفيعاتو د ټولو شرايطو د پوره کولو، او د مختلفو علمي آثارو او کتابونو تأليف او ترجمه، او علمي څيړنو په اساس په ترتيب او تدريج د پوهاندۍ علمي رتبي ته رسيدلۍ دی چي د علمي آثارو لست يی ددی پيژندليک سره مل دی.

برسيره پردی نوموړی د خپلي علمي او مسلکي سويي د ارتقاء دپاره د مصر، صعودی عربستان، هندوستان، تاجکستان، پاکستان او ايران هيوادونو ته سفرونه کړيدی. او د نوموړی هيوادونو د پوهنتونونوڅخه مناسب سرتفکيټونه يې ترلاسه کړيدی. همدارنګه نوموړۍ دخپلي دندی په اوږدو کي د هستولوژي د ديپارتمنت د آمريت تر څنګ د ۱۳۸۶ کال څخه تر ۱۳۸۹ کال پوری د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی دمعاون په حيث، او ۱۳۸۹ کال څخه تر۱۳۹۲ پوري د کندهار پوهنتون د طب پوهنځی د رئيس په حيث دنده ترسره کړيده، همدارنګه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو په مؤسسه کي د طب پوهنځي د استاد، لارښود استاد، د مسلکي زده کړو  د مرکز یا PDC او څیړنیز مرکز د آمر په حیث دنده تر سره کړیده چي د علمي او مسلکي تجربو سربيره د اداری کارونو تجربه هم لری. نوموړۍ د هيڅ يو سياسی احزابو سره تړاو نلری. د کندهار پوهنتون خصوصاً د طب پوهنځې د استادانو ترمنځ د يو ښه استاد په حيث ځليدلۍ او د ښه نوم او شهرت خاوند دی.

ليکل سوی علمي آثار:

۱- په سهيل حوزه کي دنری رنځ د پيښوڅيړنه د جنس او عمر له نظره

۲- د ملاريا د ناروغۍ او میاشو کنټرول په جنوب حوزه کي

۳- په کندهار کي د Hepatitis B د پيښوڅيړنه د جنس او عمر له نظره

۴- په جنوب حوزه کي د ملا درد د د پيښوڅيړنه د جنس او عمر له نظره

۵- د Inderbir sing Text book of Histology کتاب پښتو ترجمه

۶- په جنوب حوزه کي د پښتورګي د ډبرو د پيښوڅيړنه د جنس او عمر له نظره

۷- د عمومي طبی هستولوژي تدريسی کتاب تأليف

۸- د کالداني يا جلدی لشمانيا پيښي، عامل، تشخيص، درملنه او کنټرول په جنوب حوزه کي.

۹- د ديفتيری د ناروغۍ پيښي په کندهار کي.

۱۰- د پښتورګو د ډبرو پيښي په جنوب حوزه کي.

۱۱- په جنوب حوزه کي د H. Pylori مثبت ټست لرونکي دمعدی دقرحاتو پيښي

۱۲- د ماشونو د حاد اپنډيسيت پيښي په سهيل حوزه کي.                                                                                         

د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې لرلید، رسالت او هدف

لر ليد (Vision)
ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه غواړې چې د سيمې په کچه په علمي او څیړنیزو برخو کې د ټولنې ستونزې حل کړي

رسالت (Mission)
ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کړیده، چې د زده کړو او څیړنو په برخو کې علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړې.

هدفونه:
د شواهدو پر بنسټ څیړنې ، باوري کیفیت ، ملاتړ او د تعلیمي او څیړنې کلتور ملاتړ کولو سره د پایلو فعاله خپرونه یقیني کړئ.

ارزښتونه:

  • اسلامي ، بشردوستانه او افغاني وقار ته درناوی
  • مسؤلیت منل
  • • ټیم کار او اړیکه
  • مثبت نوښتونه او بدلونونه
  • • شفافیت او پرمختللی کول

2024-Mar-29