2021-06-26

موضوع: د ارواپوهني علم د مغز د جریان او سلوک مطالعه ده!

ليکنه: ولید برهان

د طب پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلينو د مقالو برخه)

د ارواپوهني علم موضوع د انسان خارجی لید له لاری د کړه وړو او رفتار تر مطالعی لاندی نیول دی چی کولای شی نرمال او یا بینظمی حالت معلوم کړی.

ارواپوهنه یو ستونزمن او په عین حال کی جالب علم دی, ځکه چی هر هغه څه چی د ارواپوهنی اړوند دی هغه مستقیما د مشاهدی وړ ندی او یوازی د فزیکی لید څخه پیژندل کیدای شي.

د ارواپوهنی تاریخچه: ارواپوهنه د لومړی ځل لپاره په مشخصه توګه په کال 1879 کی د ویلیم وندت له لوري مشخص لابراتوار د څیړنو لپاره پرانیستل شو چې پدې لابراتوار کی د روانشناسی(ارواپوهنی) اړوند څیړنې ترسره کیدې چی پدی سره ده ځانته ارواپوهنی د پلار لقب وګاټه.

ارواپوهنی علم څانګی:

د کورنۍ ارواپوهنه (Family Psychology)

هغه ارواپوهنه ده چی د کورنی د غړو ترمنځ د مینی او درناوي اړیکی تر مطالعه لاندی نیسي.

د شخصیت ارواپوهنه (Personality Psychology)

هغه څانګه د ارواپوهنی ده چی د یو شخصیت په جوړولو کی مهم رول لوبوي او دا موضوعات تر څیړنې لاندې نیسي چی څنګه وکولای شو یو ښه شخصیت له ځانه جوړ او ټولنې ته یی وړاندې کړو.

اجتماعي ارواپوهنه (Social Psychology)

دا برخه د د شخص او سازمانونو ترمنځ اړیکې تر مطالعی لاندې نیسي.

مشوره ارواپوهنه (Counseling Psychology)

هغه ارواپوهنه ده چی له هغه کسانو سره مرسته کوي چی په ژوند کی بیلابیلی ستونزی لري او د یو مشخص کس له لوري ورته مشورې ورکول کیږي.

کلینیکي ارواپوهنه (Clinical Psychology)

دا برخه د ارواپوهنې له هغو کسانو سره مرسته کوي چې دماغي او یا هم سلوک بی نظمي ولري.

د ارواپوهنی د علم اړوند څو مهم موضوعات :

1. احساس feeling

2. هیجان Emotions

3. شعور او یا Consciousness

4. شخصیت د ارواپوهنی له نظره

5. حالات او شخص Person and Situation

6. حافظه

A. حسي حافظه Sensory Memory

B. لنډ مهاله حافظه Short term memory

C. اوږد مهاله حافظه Long Term Memory

7. دماغی صحت Mental health

8. دماغی بی نظمی Mental disorders

a. Depression

b .Anxiety

c. Stress

d. Tension

e. Migraine

دلته به یو څو تر مطالعی لاندی ونیسو:

1. احساس: یو ضروری عکس العمل دی چی زموږ بدن یی پيښې ته په کتو سره ښکاره کوي.

احساسات څیړنی ښیي چی چاپیریال ته په کتو سره پیدا کیږي.

ځینی احساساتو نومونه:

1. خوشحالي

2. غوسه

3. ویره

4. خوابدي

5. مینه

6. کرکه

او داسی نور احساسات شتون لري.

2. هیجان Emotions: د احساساتو مجموعه ده چی په فزیکي ډول له ژوندی موجود څخه ښکاره کیږي .

3. شعور: د مرکزي عصبي سیستم پواسطه د فکري انعکاس څخه عبارت دی. په بل عبارت شعور عبارت د هغو استعدادونو مجموعی ته وایي چی په سترګو د لیدو وړ نه وي.

4. شخصیت :د احساس، هیجان، سلوک، درک, د کورنۍ او چاپیریالی فکتورونو اغیزو مجموعی ته وایي چی د یو شخص څخه په عمل او سلوک کی ښکاره کیږي.

5. حالات او شخص: دا د ارواپوهنې له هغه بحثونو څخه یو بحث دی چی ډیر تمرکز پری کیږي ځکه چی حالات مستقیم د یو شخص د سلوک پر تغیر باندی اغیزه لري چی کولای شي دا اغیزی یو شخص ته ګټورې او یا هم زیانمنې پایلې ولري.

6. حافظه Memory: هغه مواد چی د زده کړې لپاره بشپړ شوي، کتل شوي، او په یادولو لپاره تکرار شوي عبارت له حافظه څخه دی.

حافظه پر 3 ډوله ده:

الف. حسي حافظه:دا حافظه په حسي اندامو کی ساتل کی کیږي د موقت وخت لپاره.

ب. موقتي حافظه: د هغه اطلاعاتو ذخیره کول چی د حسي حافظه څخه راځي او بیا موقتي حافظه ته په راتگ سره اصلاعاتو ذخیره په موقتي ډول سره پاته کیږي.

ج. دایمي حافظه: د معلوماتو او اطلاعاتو ساتل په دایمي ډول او له هغه څخه استفاده کول د دایمي حافظه دنده ده.

7. دماغي صحت: WHO(World Health Organization) د صحت تعریف داسی کوي: کله چی کوم شخص فزیکی او دماغي صحت ولري صحتمند بلل کیږي.

دماغي صحت زموږ د مفز هغه جریان څخه عبارت دی کوم چی پکی د یو شخص رواني او روحي ډول جوړ وي عبارت د دماغي صحت څخه دی.

8. دماغي بې نظمي: هغه بې نظمی ته ویل کیږي چی د یو شخص سلوک، احساس او فکر کې بې نظمي راولي عبارت د دماغي بی نظمي څخه دی.

دماغي بې نظمي بیلابیل ډولونه لري:

1: Depression

2: Anxiety

3: Tension

4: Stress

5: Migraine

ارواپوهنې ته د ژوند اړتیا: انسانان په ژوند کی تر هر څه د مخه مینه او احترام ته ډیره اړتیا لري، ځکه چی انسانان په خپل ژوند د مینې او ټولنیز ژوند سره دې نړی ته راځي نو مهمه ده چی په ژوند کی مو ټولنیزه برخه ته ډیر پام وکړو تر څو وکولای شو یو آرام، سوکاله او د مینې ډک ژوند ولرو .

2: له اروایی ناروغیو څخه د خلاصون په موخه: اروایی ناروغی داسی ناروغی ده چی انسان له اجتماعي او شخصي ژوند کولو لپاره له ډیرو سختیو سره مخ کوي د ارواپوهنی په پوهیدو سره او مطالعه کولو سره کولای شو چی اروایی ناروغی څخه مو مخه نیولې وي.

3: د خپلو ماشومانو د یو ښه شخصیت جوړولو او ټولنه ته په معرفي کولو کی مرسته.

4: له ټولنې او چاپیریال سره توافق کولو ک مرسته کولو کې

په پای کی د روانشناسي (ارواپوهنې) یواځینی هدف دا دی چی څنګه وکولای شي د خلکو سره د خپلو اهدافو ته درسیدو او د دماغي بې نظمي په کنترول کی مرسته وکړي.

موضوع: د ارواپوهني علم د مغز د جریان او سلوک مطالعه ده!



نور اړوند خبرونه
2024-May-12