د علمی معاونیت پېژندنه

د علمی معاونیت پېژندنه

الف - علمي معاونیت:

  • پیژندنه: نحمده و نستعینه ونستغفره و نؤمن به و نتوکل علیه و نعوذ با لله من شرور انفسنا و من سیئات اعمالنا من یهده الله فلا مضل له و من یضله فلا هادی له و نشهد ان لا اله الا الله و نشهد ان محمد عبده و رسوله. جز الله عنا محمد ماهو اهله. میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د هیواد د لوړو زده کړو وزارت د خصوصې پوهنتونونو او مؤسساتو ریاست له خوا د اساسې قانون د (۴۶) مادې د حکم په اساس په مسلسه ګڼه (۵۳)، د ثبت ګڼه (۵۳۶)، په (۲۸/۱۰/۱۳۹۰) نیټه  د یو عالي، علمې، تحصیلي نهاد په ډول د رسمي جواز او ثبت په لرلو سره په کندهار کي کار پیل کړ. یاده مؤسسه خپل لرلید او ماموریت ته په کتو سره خپلې چاري پر مخ بیایې (لرلید: ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه غواړې چې د سيمې په کچه په علمي او څیړنیزو برخو کې د ټولنې ستونزې حل کړي. ماموریت: ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کړیده، چې د زده کړو او څیړنو په برخو کې علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړې). اوس مهال په څلورو څانګو کې (۱۵۲۵) فعال محصلینو ته کې د (۷۰) مسلکې استادانو له خوا زده کړې ورکول کیږې. د عملې زده کړو لپاره تدریسي روغتونونه، لابراتوارونه، تجارتي مرکز، سیاسي علومو کلب او حقوقي کلینیک لري. د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د ارزونو له مخې یې د دوهم پړاو ارزونې تر سره او ټولنې ته یې (۲۸۱۲) مسلکې کادرونه وړاندې کړیدی. میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه خپلي چاري د دری معاونیتونو د لاري په مخ وړي: علمي چارو معاونیت، محصلانو چارو معاونیت او اداري مالی معاونیت:

علمي معاونیت: د لوړو زده کړو د اصولو او مقرراتو پر بنسټ د لوړو زده کړو په سیسټم کې اکادمیک شخص علمي مرستیال دی. د درجه بندي په پام کې نیولو سره، علمي مرستیال د ټولو علمي موضوعاتو مسؤلیت لري. تحصیلي او اکاډمیک بنسټ، د تعلیمي کچې د ودې او پراختیا په موخه، د پلان کولو مسؤلیت او د علمي څیړنو تر سره کول، کنفرانسونه او سیمینارونه وړاندې کول، د تحصیلي سیسټمونو د ښه کولو هڅه کول او د پوهنځیو د اکاډمیکو چارو او د درسي پلانونو د تطبیق څارنه کوي. زموږ ټولنه د علمي او فرهنګي ودې لپاره د هرې ورځې په تېرېدو سره د پوهې، ښوونې او روزنې ترلاسه کولو ته اړتیا لري. د پرمختللو تعلیمي پروګرامونو ترتیب او پلي کول او د ودې او پراختیا لپاره د نوي علمي میتودونو کارول، د منل شویو ملي او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د لوړو زده کړو او د پروګرام د سم او پر وخت تطبیق څارنه، ښوونه او روزنه د مؤسسي د علمي مرستیال یو له مهمو دندو څخه دی.

د علمي مرستیال دندي:

  • نوموړی به  د اسلام د اصولو مطابق د خپلی لایحی له مخی خپل فعالیتونه پر مخ وړی.
  • د مؤسسي د پرمختګ لپاره خپلی ټولی تجربی په کار اچول او د وزارت منل شوې اصول او مقررات پلي کول او د تحصیلي مؤسسې سره هیڅ قسم خیانت نه کول.
  • د رئیس په نه شتون کي د هغه د وظیفي اجراء کول.
  • د اکاډمیکو کارونو په فعالیت کې د رئیس سره همکاري کول.
  • د علمي کدرونو ټاکنو، علمي رتبي ټاکنه، علمي ترفیع، انفکاک او د هغوي سره قانوني اجراأت کول.
  • د پوهنځیو د اړتیا وړ اصولي او اکاډمیک اجراأت کول.
  • د طرحو، پلانونو او هغه برنامو تطبیق چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا وي.
  • د علمي تحقیقاتو، برنامواو پلانونو تطبیق په مؤسسه کې.
  • د علمي کارونو رهبري او څارنه کول.
  • د نشراتو د کارونو رهبري اوڅارنه کول.
  • د مؤسسې د علمي شورای د پلان طرح او د هر کال په سر کي د هغي تصویب او منظوري.
  • د مؤسسې د علمي شورای د جلسو د اجنډا ترتیب او د شورا د فیصلي ثبتول.
  • د علمي شورای تصمیم نیول او د هغوي د پریکړو ویشنه نورو ادارو ته.
  • د مقررو،لایحو او طرزالعملونو بررسي، څارنه او د اړتیا په وخت کې پیشنهادونه د ریاست مقام ته.
  • د کتابتوني، معلوماتي تکنالوژۍ، انترنیټ په برخو کي څارنه او لازم اجراأت تر څو چه بشپړ او تجهیز شي.
  • د اړوند کمیټو ریاست کول.
  • په مؤسسه کې د اکاډمیکو، پلانونو، تشکیل نظارت او څارنه کول چه د لوړو زده کړو د وزارت اړوند وي.
  • د دفترونو د کړنو څارنه کول.
  • نړیوال معیارونه، د پیشنهاداتو د طرحې عیارول، د درسي نصاب ارزیابي او څارنه کول.
  • په پوهنځیوکی د درسي نصاب د انکشاف او تطبیق څارنه.
  • د علمي معاونیت کړنو کلنی راپور علمي شورا او ریاست ته ورکول.
  • د علمي شورای د پریکړو د نیولو د تطبیق څارنه د لوړو زده کړو په اکاډمیکو برخو کي.
  • لازم امکانات نیول په علمي کارونو او د محصلانو په ساحوي چارو کي.
  • د علمي کدرونو د غړو او چارو د احصائیو جوړونه او ترتیب.
  • د لوړو زده کړو مؤسسي اړوند اکاډمیک او ستراتیژیک پلانونو په جوړولو کي مرسته کول.
  • نوري وظیفي چه دقانون سره سم په علمي مزستیال پوري اړه لري.
     

تشکیل: علمي معاونیت په خپل تشکیل کي دا واحدونه لري:

  • طب پوهنځی: کلینیکي او پاراکلینیک څانګي، لابراتوارونه، روغتیایي مرکز او تدریسي روغتون.
  • حقوق او سیاسي علوم پوهنځی: حقوقو څانګه، د نړیوالو اړیکو او سیاسي علومو څانګه، سیاسي علومو کلب او حقوقي کلینیک.
  • اقتصاد پوهنځی: د تجارت اداري څانګه او تجارتي مرکز (Business Hub).
  • څیړنیز مرکز.
  • مسلکي پرمختیایې مرکز.
  • نشراتو او عامه اړیکو آمریت.
  • کیفیت تضمین آمریت.
  • پلان او پالیسي مدیریت.
  • استادانو مدیریت.
  • دعوت ارشاد مدیریت.

ب – علمي مرستیال:

  • پیژندنه:

زوکړه او ځای: ډاکټر نور خالق نور د مرحوم ثناګل زوی په ۱۳۵۰ (۱۹۷۲م) کال کې د میدان وردګ ولایت د سیدا آباد ولسوالۍ د سرې کلا (قلعه سرخ) کلې په یوه متوسطه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.  

زده کړي:

  • ابتدائیه او متوسطه: د سید آباد عالي لیسه.
  • ثانوې زده کړې (Bsc.): ۱۳۶۹ لمریز (۱۹۹۰م) کال سید جمال الدین افغانې لیسه.
  • لسانس (MD) : په کال ۱۳۷۷ لمریز (۱۹۹۸م) کې د کابل طبي پوهنتون معالجوي طب پوهنځی.
  • ماسټرې۱ (MBA): د صحت مدیریت :(Health Management) د پاکستان د پرسټن پوهنتون (Preston University) څخه په  ۱۳۸۶ لمریز (۲۰۰۸م) کال کې.
  • ماستری۲(MBA): ستراتیژیک مدیریت (Strategic Management) : دانشگاه آزاد اسلامی واحد کابل ۱۴۰۰ لمریز (۲۰۲۱م).
  • دکتورا: دانشگاه آزاد اسلامی واحد تهران ۱۴۰۱ لمریز (۲۰۲۱م): دوام لری (دانشجویی نمبر: ۴۰۱۱۳۶۱۰۱۰۹۰۲۱).

 دندي: د طب د فراغت سره سم نوموړې  د SCA/IOM/IMC مؤسسو لخوا د داکتر او روغتیایې ټرینر (Health Trainer) په صفت دنده تر سره کړه او ورسره د عامې روغتیا وزارت له خوا د PRR پروسې له مخې د پکتیکا ولایت د ولایتې روغتیایې معلوماتې سستم د آمر (HMIS Officer) په توګه وټاکل شو. په کال ۱۳۸۵ ل (۲۰۰۶م) کې د CHA مؤسسې له خوا د فراه ولایت د روغتیایې آمر (Health Manager)، په ۱۳۸۷ لمریز (۲۰۰۸م) کې د IbnSIna/ACTD لخوا د هلمند ولایت د روغتیایې آمر (Health Manager) او په ۱۳۸۸ لمریز (۲۰۰۹م) کې د افغانستان د جنوبې حوزي لپاره د یونسف(Unicef)  لخوا د صحت او تغذې متخصص (Health & Nutrition Specialist) په توګه،  په ۱۳۹۳ لمریز (۲۰۱۴م) کې MSH مؤسسې لخوا د کندهار د عامې روغتیا ریاست د روغتیایې مشاور(Provincial Health Advisor)  او د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی د رئیس او استاد په توګه، په ۱۳۹۴ لمریز (۲۰۱۵م) کې د BARAN مؤسسې لخوا د کندهار ولایت د روغتیایې تخنیکې مرستیال (Deputy Technical Manager) په توګه (شاوخوا دوه کاله)، او ورسره د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د علمې مرستیال، طب استاد  (۰۳/۰۶/۲۰۱۴ څخه دوام لري). میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسي د دندي سره د UNESCO لخوا د افغانستان د بیوتیک واحد د مسؤل (Head of Afghanistan National Bioethics) په توګه هم دندې تر سره کړیدې (۰۵/۰۲/۲۰۱۷ تر ۰۵/۰۲/۲۰۲۰) او د ECFMG/EMSDP/WDMS ID: F0005149 له خو د ناظم (Coordinator) په توګه دنده کړي (۰۷/۱۲/۲۰۲۲ (۱۶/۰۹/۱۴۰۱) او دوام لري.

  • پیغام:

د دې هیواد هر غړی د علم په ګڼه خپل ځان ښکلی کړې او بیا د دې الهې (ج) امانت په پوره کولو کې تر بل هرچا ډیرې هلې ځلې وکړې. انسان د مقام له مخې د دې نړی تر ټولو اوچت مخلوق دی او دنیا دده د پاره پیدا شویده، نو له همدې امله یې مسؤلیت ډیر زیات دی. د ژوند هره لحظه ډیره ارزښتناکه ده او د نورو د ګټې او نفع لپاره فکر او عمل وکړو، ناهیلې نشو، ځکه الله (ج) د چا کوښښ نه ضایع کوي. د دنیا او آخرت د ټولو ناخوالو، ستونزو او کړاوونو حل یوازې پدې کې دی چې هر انسان د خپل ژوند حقیقې مقصد وپیژنې او د ژوند د ضروریاتو سره یې غلط نکړي. مقصد ته په خپل او ضرورت ته په خپل ځای کې لومړیتوب ورکړې. د دنیا اسباب او وسایل انسان بریالیتوب ته نشې رسولای بلکه د هغه اسلامي باور یې رهبرې کوې. که انسان د نورو د خیر ښیګڼې فکر کوې نو د ځان خیر به یې هم وشې.

 


2024-Sep-16