منابع او امکانات

منابع او امکانات

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې زيربنايې او روبنايې امکانات:

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د تدريسي بهير معيارونو په بشپړولو سره د ښکېلو اړخونو لپاره ټول امکانات برابر کړي دي، تر څو زده کړيالان، استادان، کارمندان او نور اړخونه په اسانۍ سره وکولای سي چی تدريسي او اداري چاري مخته يوسي، پدې پوهنځی کي زيربنايې او روبنايې امکانات په پام کي نيول سوي دي، تر څو د ښکېلو اړخونو د ساتني او هوسايني ټول اړخونه په پام کي ونيول سي.

۱. زيربنايې امکانات

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په چاري او تدريسي چاپيريال کي لاندي زيربنايې امکانات د بېلګي په ډول يادولای سو، دا چي پدې مؤسسه کي ټول اړين امکانات په پام کي نيول سوي دي، د ټولو يادونه نا شونې ده، خو ځيني يې د بېلګي په توګه يادولای سو:

  • د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د خپل دايمي تعمير په لرلو سره خپلي چاري مخته وړي، پدې تعمير کي تدريسي او اداري چاري مخته وړل کېږي.
  • د اوبو رسولو منظم سيستم: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ښکېلو اړخونو لپاره د اوبو رسولو منظم سيستم لري، د زده کړيالانو، استادانو او کارمندانو لپاره د څښاک صحي اوبه موجودي دي، د اودس، تشنابونو او نورو اړينو مسايلو لپاره د اوبو منظم سیستم موجود دی.
  • د بريښنا سيستم: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په کاري او تدريسي چاپيريال کي منظمه او بلا وقفې برېښنا موجوده ده، د ښار عمومي بريښنا، سولر او د جنراتور بريښنا په وسيله د مؤسسې چاري مخته وړل کېږي، په ټولګيو کي د بريښنايې وسايلو له لاري د تدريس چاري رواني دي، په ادارو کي د کمپيوټر او ډيټابيس د سیستم له لاري بريښنايې حکومتولي مخته ځي. دا ټولي چاري  منظمي بريښنا په وسيله تنظيميږي.
  • د اور وژني سيستم: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې کي د ناڅاپه اور وژني لپاره منظم سيستم موجود دی، د اور وژني مايع او د اطفايې لارښودونه او نمبرونه موجود دي، زده کړيالانو، استادانو او کارمندانو ته د اور وژني په برخه کي لازمي لارښووني موجود دي.
  • د چټلو اوبو او فاضله موادو د ايستلو سيستم: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په کاري او تدريسي چاپيريال کي د پاکۍ د ساتلو په موخه او د چاپيريال د ساتني لپاره د چټلو اوبو او فاضله موادو د ايستلو منظم سيستم لري، ددې سيستم ګټه داده داخلي چاپیريال پاک ساتي او ښکېل اړخونه په پوره نظافت او پاکۍ سره خپلي چاري مخته وړي.
  • مېلمستون: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د بهرنيو او کورنيو مېلمنو لپاره په عېنو مېنه کي خپل مېلمستون لري، تر څو د مهمو پروګرامونو لپاره مېلمه پالنه وکړي.
  • د امنيت او ساتني سيستم: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ښکېلو اړخونو لپاره د امنيت او ساتني لپاره منظم سيستم لري، ساتونکي، امنيتي کامرې، انظباطي سيستم او د ډيسپلين سيستم لري.

۲. روبنايې امکانات:

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معنوياتو د ساتني او ارزښت ورکولو په موخه په پراخه کچه روبنايې امکانات لري، پدې مؤسسه کي د ښېکلو اړخونو لپاره دا امکانات په پوره دقت سره په پام کي نيول سوي دي، پدې مؤسسه کي لاندي روبنايې امکانات موجود دي:

  • دعوت او ارشاد او د عبادت منظم سيستم: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په کاري او تدريسي چاپيريال کي د اسلام د سپېڅلي دين ارزښتونه او احکام په بشپړه توګه پلي کېږي، د اسلامي سېرت او صورت د جوړولو په موخه د دعوت او ارشاد آمريت موجود دی، تر څو د عقيدوي انحرافاتو مخه ونيسي او د اسلام مبارک دين آوامر او احکام پلي کړي، همدارنګه د پنځه وخته لمانځه لپاره منظم مهالوېش، د جومات لپاره لوډسپيکران، مثلې، ملا امام، مؤذن او د دعوت مامور موجود دي.
  • اداري بډايه فرهنګ: په میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې کي د اداري سلسله مراتبو په پام کي نيول او د درناوي د روحيې پر بنسټ ټولي کړني د منظمو قواعدو او تعريف سوو اړيکو له مخي کېږي، اداري اجراآت د کړنو د اعتبار لپاره اړين ګڼل کېږي.
  • اداري سيستم: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ترکيبي اداري سيستم څخه ګټنه کوي، ياني هم د کلاسيک بيروکراټيک اداري نظام او هم د بريښنايې حکومتولۍ آرونه په پام کي نيسي او د دې ترکيبي سيستم له لاري اداري چاري مخته وړي.
  • اخلاق او انساني کرامت: په میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې کي اخلاقي ارزښتونه په بشپړ ډول په پام کي نيول کېږي، د جنسي تاوتريخوالي مخه نيول کېږي، سپکاوی، ټيټ ګڼل، ذاتي نيمګړتياوو ته توهين، معلوليت عيب ګڼل او نوري ټولي هغه کړني چي انساني کرامت ته سپکاوی کېږي، په بشپړ ډول منع دي، هر انسان ته د انساني کرامت له مخي ارزښت ورکول کېږي، هيڅ ډول قومي، مذهبي، ژبني، سمتي او نور تعصبونه، کينې، بغض او حسد ته ځای نه ورکول کېږي، بلکي په پوره مساوات او ټولو حقه حقونو په مراعت سره خوندي چاپيريال موجود دی.
  • انصاب او عدالت: په میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې کي د ښکېلو اړخونو لپاره د انصاف او عدالت پاليسۍ له مخي اداري چاري د وړتيا پر بنسټ سپارل کېږي، تدريسي چاري د تخصص او تجربې له مخي مخته وړل کېږي، په ازموينو کي د زده کړيالانو پارچې، شقې او نور اړوند مسايل په پوره انصاف او عدالت سره مخته وړل کېږي.
  • اکاډميکه آزادۍ: په میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې کي د بشپړي اکاډميکي آزادۍ له مخي علمي کادرونه کولای سي چي هر ډول څېړني وکړي او پايلي يې د ټولني سره شريکي کړي، د څېړنو د کړنو هيڅ ډول ممانعت نسته.
  • روغتيا او سپورټ: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې استادان، کارمندان او زده کړيالان د روغتيا په پام کي نيولو سره سپورټ ته هڅول کېږي، تر څو سپورټ وکړي او د منظم فزيکي فعاليت له مخي خپلي روغتيا ته پاملرنه وکړي.
  • مشورتي مرکز: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د زده کړیالانو، کارمندانو او استادانو لپاره مشورتي مرکز موجود دی، تر څو د رواني، تخصصي يا تحصيلي برخي لپاره لازمي مشورې تر لاسه کړي، دا مرکز د متخصصو او با تجربه کادرونو لخوا مخته وړل کېږي.
  • فرهنګي، هنري او رسنيز فعاليتونه: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ټولني د فرهنګ د بډايني لپاره فرهنګي پروګرامونه لکه مشاعرې، ترنم، د ورځو لمانځل او د منلو او علمي شخصيتونو د درناوي په پار بېلابېلو پروګرامونه جوړوي، تر څو عامه ذهنيت جوړ سي او عمومي فرهنګ مو بډايه سي، همدارنګه د هنري بډايني لپاره د فرهنګي کمېټې لخوا بېلابېل پرورګامونه په پام کي دي، لکه تمثيل، تياتر او نور. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د خپلو چارو او فعاليتونو د نشر لپاره ژمنتيا لري، د مؤسسې د ټولنيزو رسنيو د رسمي پاڼي له لاري وخت پر وخت نشرات کوي او هم د مؤسسې د رسمي ويبپاڼي د لاري منظم نشرات لري.
  • نوښتونه او خلاقيتونه: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ښکېلو اړخونو هر ډول نوښتونو او خلاقيتونو ته د ارزښت ورکولو ژمنتيا لري، له همدې کبله وخت پر وخت د کتابونو، مقالو او نورو برخو لپاره نندارتونونه جوړوي او نوښتګر شخصيتونه تشويقوي.

زرغون چاپيريال: د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ښکېلو اړخونو د رواني سلامتيا او د پاکي هوا څخه د ګټني لپاره زرغون چاپيريال، موسمي وني او ګلان لري، تر څو رواني روغتيا وساتل سي.


2024-Apr-25