2021-08-22

موضوع: مديريت پېژندنه

ليکنه: عزيزالرحمن شمشيروال

دنده: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د کارمندانو د مقالو برخه)

مديريت چي په انګليسي ژبه کي ورته منېجمينټ (Management) ويل کيږي، همدغه يوه فرانسوۍ مرکبه کلمه ده، چي د دوو برخو څخه جوړه سوې ده. لومړۍ برخه يې (Manage) د تنظيمولو په معنی او دوهمه برخه يې (men) د خلکو په معنی ده. په دې مفهوم چي د وګړو يا افرادو لخوا په ماهرانه ډول د چارو او کارونو تنظيمولو ته منېجمينټ (مديريت )ويل کيږي.

د مديريت لپاره د پوهانو لخوا بېلا بېل تعريفونه سوي دي، چي ځيني يې په لاندي ډول دي.

لغوي تعريف:

مديريت په لغت کي اداره کولو ته ويل کيږي.

اصطلاحي تعريفونه:

۱ - مديريت د انساني او مادي ځواک په واسطه په لږ وخت او لږ لګښت سره د سازمان (Organization) د موخو لاسته راوړلو ته ويل کيږي.

۲ - مديريت هغه څه دئ، چي مدير يې په يوه اداره کي تر سره کوي ترڅو د ادارې موخې تر لاسه سي.

۳- علامه ضحيان رحمه الله ليکلي دي، چي مديريت عبارت دئ د پلان تنظيم او رقابت څخه ، چي مدير به خپل ماتحت (لاندي) کسان په پوره کفايت سره دې ته متوجه او چمتو کوي، تر څو اداري موخې په لږ لګښت او ډېر عايد سره تر لاسه سي.

۴ - مديريت (منېجمينټ ) د اداري منابعو پلانول، تنظيمول ، رهبري کول ، ګومارل او کنترولول، په دې خاطر، چي د سازمان (Organization) ټاکل سوي موخې ترلاسه سي.

د يادوني وړ ده: چي د مديريت لپاره نور بېلابېل تعريفونه هم سوي دي، خو په ټوله کي يو مشترک (ګډ) ټکی سته، چي هغه د سازمان تنظيمول دي.

پر ځای او مناسبه به وي، چي ووايو د مدير لخوا د نورو کارکوونکو له کړنو څخه څارنه او په سازمان کي همږغي رامنځته کول، د دې لپاره چي د سازمان د کارکوونکو کړنې د سازمان لپاره مؤثرې (اغېزناکې) او مثمرې ( ګټورې) تمامي سي، مديريت ويل کيږي.

دا چي پورته د مؤثرو او مثمرو کړنو يادونه وسوه، نو اوس دا پوښتنه راولاړيږي، چي د کړنو مؤثريت او مثمريت څه معنی لري او کوم شي ته ويل کيږي؟

د پورته پوښتنې ځواب په دې ډول دئ!

لومړی: ګټورتوب ( مثمريت)

په يو سازمان کي ګټورتوب په دې معنی دئ، چي د کمو ( لږ) سرچينو ( منابعو) د استعمال څخه زیاته ګټه ترلاسه سي. په دې معنی، چي په يوه سازمان کي کارونه په داسي بڼه ترسره سي، چي د سازمان (Organization) ټاکل سوې موخه په لږ وخت او لږ لګښت سره تر لاسه سي نو دغه حالت ته ګټورتوب ويل کيږي، چي د لږ وخت څخه يې مطلب هغه وخت دئ، کوم چي ادارې د خپلي موخي د لاسته راوړلو لپاره ټاکلی وي او د لږ لګښت څخه يې مطلب هغه لګښت دئ، کوم چي ادارې د خپلي موخي لپاره ټاکلی وي، د هغه څخه لږ وي.

د ګټورتوب يوه بېلګه: (HON) د فرنېچر ( مېز، چوکۍ المارۍ او داسي نورو شيانو) جوړولو يوه کارخانه ( کمپنۍ ) ده، نوموړې کارخانه په جورجيا کي موقعيت لري. دا کارخانه په په لوړه کچه فرنېچر د لرګي او اوسپني څخه جوړوي، د دې کارخانې ګټورتوب په دې کي دئ، چي:

۱ – د لرګي او اوسپني د استعمال او پرېکولو په وخت کي د قيقه اندازه په پام کي نيسي، يعني په ټالکې اندازه اوسپنه او لرګی پرېکوي، نو له همدې امله يې ضايعات لږ وي.

۲ – خپل کارونه په لږ وخت کي ترسره کوي.

۳- خپل توليد سوي شيان په مناسبه بيه سره بازار ته وړاندي کوي.

۴ – په ښه کيفيت سره اجناس بازار ته وړاندي کوي، نو له همدې امله یې د اجناسو واپس کېدل هم لږ دي.

په پورته بېلګه کي ليدل کيږي، چي د يادي کارخانې د خامو موادو (اوسپني او لرګي) لږ لګښت، د اجناسو په جوړولو کي وخت ته هم پوره پاملرنه او په لږ وخت کي ډېر توليد کوي. يعني نوموړي کارخانې ګټورتوب د خامو موادو په لږ لګښت او دوخت په سپما کي دئ، له همدې امله نو يوازي د خپل سازمان ټاکل سوي موخې تر لاسه کوي، بلکي تر هغه وړاندي ځي او يوه کال کي کابو اووه ميلونه ډالره اضافي ګټه تر لاسه کوي او همدا ډول يې په ۲۰۰۵ ميلادي کال کي د اوونۍ د ښې کارخانې (کمپنۍ) جايزه هم وګټل.

دوهم: مؤثريت يا اغېزمنتوب

د سازمان د موخو د ترلاسه کولو په خاطر، په سمه طريقه سره کارونو تر سره کولو ته مؤثريت ويل کيږي .

په وړاندي بيلګه ( مثال) کي د (HON) کارخانې موخې عبارت دي له:

۱ – د پېرودونکو ( رانيونکو) سره په اسانۍ سره ليدنه.

۲ – د مالونو بسته بندي په ښه ډول سره کول.

۳ – بازار ته د لوړ کيفيت فرنېچر وړاندي کول.

۴ – خپلو کارکوونکو ته اسانتياوي برابرول او د هغوی ژوند خوندي ساتل.

که چيري د (HON) کارخانې وړاندي يادي سوي موخې د کارکوونکو لخوا په اسانۍ او سمه طريقه سره تر لاسه سي، نو دغه کار يې مؤثريت بلل کيږي.

سرچينه/ ماخذ:

۱: مصلح، نثار احمد (۱۳۹۳) لمريز کال، د مديريت بنسټونه، ګودر کتاب خپرنځی، ننګرهار، افغانستان

موضوع: مديريت پېژندنه



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-11