2021-06-21

د غبرګولي میاشتي علمي شورا تر سره سول!

یاده علمي شورا نن دوشنبه د جوزا میاشتي پر یودیرشمه نېټه د عمومي رٸیس دوکتور بهرالله صافي په مشري ترسره سول؛ چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان، د محصلانو مرستیال ښاغلي سمسور، دپوهنځیو رٸیسانو او د علمي شورا غړو ګډون کړی وو.

په پرانسته کي علمي مرستیال محترم ډاکټر نور د تیري شورا ځینو موضوعاتو ته کتنه وکړل.

ورپسې د اجنډا پر موادو خبري وسوې، عمومي رٸیس دوکتور صافي وویل انلاین زده کړو لړۍ په ښه ډول روانه ده او تر اوسه پوري یې نظارت هم په ښه ډول ترسره کیږي؛ د دوی په وينا چي د لوړو زده کړو وزارت تر امر ثاني پوري به د انلاين زده کړو بهیر جاري وساتي.

په علمي شورا کي د کيفيت تضمين آمريت، د نشراتو کمېټې، د تقرر او انفکاک کمېټې او برېښناٸي زده کړو کمېټې مسؤلینو هر یو ښاغلي محمد ويس عزيزي، ښاغلي محب هوتک، ښاغلي احمد اغا شکران او ښاغلي امين الله رسولي د تیري ربعي کاري راپورونه وړاندي کړل.

د علمي شورا په پاى کښي د ځینو اړينو مسایلو په اړه تصامیم ونیول سول.

د یادوني وړ ده،چي د هري میاشتي علمي شورا د هري میاشتي په اخیره کي تر سره کیږي.

د غبرګولي میاشتي علمي شورا تر سره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Mar-29