2021-06-24

د ازاد رقابت له لاري مختلفو بستونو ته لسګونو ځوانانو ازموینه ورکړل!

نن پنج شنبه د سرطان میاشتي پر څلورمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنیز مرکز، مسلکي او پرمختیائي چارو مرکز، د پوهنځیو اجراٸیه مدیریتونو او ویډیو اډیټ بستونو ته لسګونه ځوانانو ازموینه ورکړل.

د یادو بستونو ازموینه د تقرر او انفکاک کمېټې تر چتر لاندي واخستل سول.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس دوکتور بهرالله صافي نشراتو ته په استولي پیغام کي ویلي دي چي ازموینه مطلق شفافه ده او وړ کسانو ته به کاري زمینه مساعده سي.

د یادوني وړ ده، چي د ازمویني پایلي به ډير ژر اعلان کړل سي او بریالي کسان به خپلو دندو ته معرفي کړل سي.

د ازاد رقابت له لاري مختلفو بستونو ته لسګونو ځوانانو ازموینه ورکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21