د سیاسی علومو کلب

د سیاسی علومو کلب

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي د محصلينو د عملي زده کړو لپاره مجهــــــز او معياري د سياســــي علومــــو کلب شتون لــــري چي وخت پــر وخت محصلين پکښي سيــاسي بحثونه، مـذاکـــرې، مناظرې او د سياسي موضوعاتو تحليل پکښي ترسره کوي.
​​​لرلید
د سیا سي علومو کلب غواړي چي د عملي فعالیتونو رول پلي او مقایسوي عملي فعالیتونه د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو زده کړیالان ته ترسره کړي او په مسلکي ډول روزنه ورکړي تر څو د سیمي او هیواد په کچه د سياسي علومو د تخصصي او عملي مرکز په حیث ثابت سي

ماموریت
سیاسي علومو کلب د عملي تخصصي او رول پلي فعالیتونو پر بنسټ د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو زده کړه یالان ته د مسلکي او تخصصي زده کړو زمینه برابروي تر څو وکولاي سي چی د کار په مارکېټ کي ځای پیدا کړي او هیواد ته د خدمت مصدر وګرځي.

موخي
د اسلام مقدس دین او د افغانستان د نافذه قوانینو په پام کي نیولو سره د سياسي علومو او نړیوالو اړیکو محصلان په تخصصي ډول روزل، ترڅو د هیواد په سياسي ساحه کي د موجوده ستونزو په حل کي مرسته وکړي، د کلب موخي په کلي او جزي برخو باندي ويشل سوي دي.

۱ کلي موخی

الف: د عملي کړنو د لاري په محصلانو کي د کار وړتیا پیدا کول
ب: د مناظرو، مناقشو او مباحیثو د لاري د محصلانو د استعدادونو روزل
ج: په علمي څیړنيزو، ملي او نړیوالو کنفرانسونو کي د اشتراک په موخه د محصلانو معرفت
د: په پوهنتون او پوهنځی کي د مهمو ملي نړیوالو سياسي مسایلو په اړه د کنفرانسونو، ورکشاپونو او سیمه ایزو بحثونو په دایرولو کي مرسته، د مهمو مسایلو  بحث او تحلیل دایر کول، په حضوري او انلاین ډول سره ملي او نړیوالو سياسي شخصیتونو دعوت کول.

۲: فرعي جزي موخي

الف: په ډیپلوماټیکي تشریفاتو او نړیوالو کنفرانسونو پوري اړوند تشریفات اجرا کول
ب: د سياسی وینا او مهارت د وړتیا په موخه د محصلانو لپاره د سیمنارنو او ورکشاپونه ترسره کول
ج: د سياسی مسایلو د تحلیل اړوند د تکتیکون ود زده کړي په موخه محصلانو ته سیمنارونه او عملي پروګرامونه ترسره کول.
د: د ډیپلوماټیکي مظاکرې د تکتیکونو او مهارتونو د روزني لپاره د محصلانو د رول پلي پروګرامونه تر سره کول

 

۳: ارزښتونه
۱ د اسلام مقدس دین احکام په جدي ډول په پام کي نیول
۲ د هیواد د نافزه قوانینو او د لوړو زده کړو وزارت د تقنیني اسنادو مراعت
۳ د همکارۍ روحیه او ملي روحیه په پام کي نیول
۴د هیواد او ولس سره د میني روحیه په پام کي نیول
۵علمي او عملي فعالیتونوته ژمنتیا


2024-Oct-22