عمومي رئیس پیغام

عمومي رئیس پیغام

عمومي رئیس پېغام:

افغانستان چي څه کم وروستۍ نیمه پېړۍ د ګڼو بحرانونو سره لاس او ګریوان دی او د وګړو اکثریت برخي د قربانیو ورکولو تر څنګ د لیک لوست څخه لیري پاته سول، چي تر ټولو لوی زیان و، خو له ښه مرغه څخه د تیرو دوو لسيزو راهسي د افغانستان په اکثریت ولایتونو کي د تحصيلي بنسټونو د ودانېدلو سره دغه تاریخي جبر ته یو ښه جواب وو، چي لکونه ځوانان په لوړو زده کړو سمبال او اوس خپل هیواد ته د خدمت جوګه ګرځېدلي دي.
په جنوب غرب زون لوى کندهار کي هم د دولتي پوهنتون تر څنګ لومړنی خصوصي پوهنتون میرویس نیکه د لوړو زده کړو پوهنتون وو، چي شاوخوا د (۱۲ ) کلونو راهسي د لوړو زده کړو په برخه کي افغان ځوانان روزي او تر دې دمه یې سلګونه کادرونه ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي؛ دغه چټک پرمختګ په داسي حال کي تر سره کیږي چي افغانستان اوس تر بل هر وخت د تحول په پړاو کي دى او د ممکنه فرصتونو په شتون کي به تپل سوى بحران له منځه ځي؛ میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د متخصص استادانو او غوره تدریسي کریکلوم په درلودلو سره د محصلانو د علمي او عملي ودي، مهارتونو او روزني په برخه کي د پام وړ بدلون رامنځ ته کړی دی، چي د خپل رسالت پر بنسټ افغان ښځينه او نارينه له اوچتو مهارتونو، پوهي او د مشرۍ له وړتیاو سره د ټولني رهبرۍ ته وړاندي کړي.

د لا ډيرو بریالیتوبونو د تر لاسه کولو لپاره، موږ خپل پروګرامونه او خدمتونه د معياري لوړو زده کړو په برخه کي د نوښتګرو لارو چارو پر مټ لا ځواکمن کړي.
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه تر بل هر وخت لا ډيري هلي ځلي کوي، چې د لوړو زده کړو معيار او کیفیت لوړ کړي، د محصلينو لپاره وړ خدمتونه برابر او د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې آسانتياوو او بنسټونو ته پیاوړتیا او پراختیا ورکړو، په دې وروستيو کي موږ په بې ساري ډول د خپل کورني او بهرني اکاډمیک اعتبار له مخي  د ملي او نړیوالو منل سويو تحصیلي بنسټونو، تحقیقي مرکزونو سره د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نړیوال کېدو په موخه د همکاريو ګڼ تړونونه لاسلیک کړي دي.

دغه دوامداره هڅې موږ ته د لوړ فکر کولو وړتيا او زموږ محصلينو او تخصصي ټولنې ته د زده کړو او تدريس استثنايي تجربې ورکوي. له اغېزناک تحصیلي چاپېريال څخه نيولې تر پراخو ښوونيزو فعاليتونو او لوړ اکاډميک تعهد پوري، میرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسه د تحصیل او زده کړو لپاره يو داسي ځای دی، چي د هېواد راتلونکي مسلکي کادرونه پکښی روزل کېږي.

راځئ! پخپله وګورئ او ومومئ، چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه څنګه کولای سي د یوې نه هېرېدونکي تحصیلي تجربې لپاره ستاسي لومړنی انتخاب واوسي.


2024-Mar-29