د سياسي علومو کلب تاریخچه او پېژندنه

د سياسي علومو کلب تاریخچه او پېژندنه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په چوکاټ کي د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو د زده کړيالانو د عملي روزني په موخه د سياسي علومو کلب رامنځته کړل سو، تر څو زده کړيالان وکولای سي چي پدې برخه کي د تيوريکي زده کړو تر څنګ عملي زده هم وکړي. د زده کړيالانو عملي زده کړي د دوی پر ظرفيت لوړوني مثبت اغېز کوي، په سياسي علومو کلب کي بېلابېلو ميتودونه په پام کي نيول سوي دي، تر څو د دې څانګي زده کړيالان د تمرين او رول پلې له مخي عملي زده کړي وکړي.

د سياسي علومو کلب په افغانستان کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په چوکاټ کي نوې تجربه ده، له همدې کبله په ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسې کي دا تجربه ترسره کېږي، تر دې مهاله پوري ددې کلب فعاليتونه مثبت ګڼل سوي دي، د زده کړيالانو پر ظرفيت لوړونه يې مثبت اغېز کړی دی او کوم پروګرامونه چي تر لاس لاندي دي، د لومړنی محاسبې له مخي زيات اغېز لري. په اوسني وخت کي د سياسي علومو د کلب په چوکاټ کي لاندي پروګرمونه په پام کي نيول سوي دي، کېدای سي چي دا پروګرامونه د وخت په تېرېدو او د زده کړيالانو د غوښتنو په پام کي نيولو سره بدلون وکړي:

۱. د سياسي وينا فن:

د سياسي علومو په کلب کي د زده کړيالانو د عملي روزني لپاره د سياسي وينا د فن پروګرام تر لاس لاندي دی، تر څو زده کړيالان وکولای سي چي د سياسي وينا فن په تيوريکي او عملي ډول زده کړي، پدې برخه کي زده کړيالانو ته د عملي تمرين له مخي د سياسي وينا د کولو تکتيکونه ورښودل کېږي. پر دريځ درول کېږي، تمرين په کېږي، تر څو د مخاطبينو له اغېز څخه خلاص سي او د جرئت په پيدا کولو سره وکولای سي چي په عامه دريځونو باندي خبري وکړي.

۲. د سياسي مسائيلو تحليل:

د سياسي علومو په کلب کي د سياسي مسائيلو د تحليل برخه په پام کي نيول سوېده، هغه تکتيکونه چي د روانو او تاريخي سياسي مسائيلو د تحليل په موخه کارول کېږي، په زده کړيالانو عملاً کار کېږي، تر څو د يوې سياسي مسئلې د تحليل لپاره لومړی او وروستۍ قدم څه دی، همدارنګه زده کړيالان کولای سي چي د ليکنو، رسنيو او نورو لارو څخه د سياسي مسايلو د تحليل مهمي برخي زده کړي او په مسلکي ډول د ټولني د عامه افکارو د هدايت او مديريت لپاره تحليلونه وړاندي کړي، ټولنه اړتيا لري چي کره او دقيق معلومات تر لاسه کړي، ددې معلوماتو سرچينې هغه مسلکي او تخصصي کادرونه دي چي پدې برخه کي يې زده کړي کړي وي، نو ځکه پدې کلب کي به په زده کړيالانو کي دا وړتيا پيدا کېږي چي د روانو او تاريخي سياسي مسائيلو په اړه تحليلونه وړاندي کړي.

۳. ډيپلوماټيکي تشريفات

د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو زده کړيالان د ډيپلوماټيکي تشريفاتو په برخه کي بايد وروزل سي، تر څو په سياسي او ډيپلوماټيکي محفلونو او مراسمو کي د کړو وړو او ناستي په تشريفاتو په پوه سي، د سيآسي علومو په کلب کي زده کړيالان پدې تشريفاتو کي روزل کېږي، تر څو په عملي ډول او د رول پلې له مخي نوموړي تشريفات ترسره کړي.

۴. ډيپلوماټيکي مذاکره

د سياسي علومو په کلب کي د ډيپلوماټيکي مذاکرې د فن او مهارتونو په اړه عملي پروګرامونه په پام کي نيول کېږي، تر څو زده کړيالان د مذاکرې او چنې په مهارتونو پوه کړي، پدوی کي دا فني او تخنيکي برخي وروزي او د تمرين له مخي يې تجربه کړي.

د سياسي علومو کلب پر نوموړو پروګرامونو سربېره زيات نور پروګرامونه هم په پام کي لري، لکه پوهنتون ته د سياسي شخصيتونو دعوتول او دلته پر سياسي مسايلو بحث کول، د سیاسي ريښتني پوهي د خپرولو لپاره د علمي او څېړنيزو موادو خپرول او تر ټولني پوري رسول، د عامه ذهنيت جوړول او په ځانګړو سيآسي مسايلو کي څېړني کول.

لرلید Vision:

د سیاسي علومو کلب غواړي چي د عملي فعالیتونو رول پلي او مقایسوي عملي فعالیتونه د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو زده کړیالان ته ترسره کړي او په مسلکي ډول روزنه ورکړي تر څو د سیمي او هیواد په کچه د سياسي علومو د تخصصي او عملي مرکز په حیث ثابت سي.

ماموریت Mission:

 سیاسي علومو کلب د عملي تخصصي او رول پلي فعالیتونو پر بنسټ د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو زده کړه یالان ته د مسلکي او تخصصي زده کړو زمینه برابروي تر څو وکولاي سي چی د کار په مارکېټ کي ځای پیدا کړي او هیواد ته د خدمت مصدر وګرځي.

موخي Goals:

د اسلام مقدس دین او د افغانستان د نافذه قوانینو په پام کي نیولو سره د سياسي علومو او نړیوالو اړیکو    محصلان په تخصصي ډول روزل، ترڅو د هیواد په سياسي ساحه کي د موجوده ستونزو په حل کي مرسته وکړي، د کلب موخي په کلي او جزي برخو باندي ويشل سوي دي.
لومړی-کلي موخی:

الف: د عملي کړنو د لاري په محصلانو کي د کار وړتیا پیدا کول

ب: د مناظرو، مناقشو او مباحیثو د لاري د محصلانو د استعدادونو روزل

ج: په علمي څیړنيزو، ملي او نړیوالو کنفرانسونو کي د اشتراک په موخه د محصلانو معرفت

د: په پوهنتون او پوهنځی کي د مهمو ملي نړیوالو سياسي مسایلو په اړه د کنفرانسونو، ورکشاپونو او سیمه ایزو بحثونو په دایرولو کي مرسته، د مهمو مسایلو  بحث او تحلیل دایر کول، په حضوري او انلاین ډول سره ملي او نړیوالو سياسي شخصیتونو دعوت کول.
دوهم- فرعي جزي موخي

الف: په ډیپلوماټیکي تشریفاتو او نړیوالو کنفرانسونو پوري اړوند تشریفات اجرا کول

ب: د سياسی وینا او مهارت د وړتیا په موخه د محصلانو لپاره د سیمنارنو او ورکشاپونه ترسره کول

ج: د سياسی مسایلو د تحلیل اړوند د تکتیکون ود زده کړي په موخه محصلانو ته سیمنارونه او عملي پروګرامونه ترسره کول.

د: د ډیپلوماټیکي مظاکرې د تکتیکونو او مهارتونو د روزني لپاره د محصلانو د رول پلي پروګرامونه تر سره کول

ارزښتونه Values:

۱ د اسلام مقدس دین احکام په جدي ډول په پام کي نیول

۲ د هیواد د نافزه قوانینو او د لوړو زده کړو وزارت د تقنیني اسنادو مراعت

۳ د همکارۍ روحیه او ملي روحیه په پام کي نیول

۴د هیواد او ولس سره د میني روحیه په پام کي نیول

۵علمي او عملي فعالیتونوته ژمنتیا


2024-Sep-16