د اداري مالي چارو معاونيت پېژندنه

د اداري مالي چارو معاونيت پېژندنه

د مالي او اداري مرستیال پیژندنه

بخت محمد ریحان د حاجي محمد شاه زوی چي په ۱۳۶۹ کال کي د کندهار ولایت په ۹ ناحیه کي زیږیدلی دی،
زده کړي یې د کندهار په ظاهر شاهي  لیسه کي سرته رسولي دي، لوړي زده کړي یې د کندهار پوهنتون  ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی
د عامه اړیکو په څانګه کښي په ۱۳۹۷ کال کښي پای ته رسولي دي.


د میرویس نیکه لوړو زده کړو موسسې د مالي اداري معاونیت پېژندنه
مالي او اداري معاونیت چي د ۱۳۹۰ کال را پدې خوا د میرویس نیکه پوهنتون په تشکیل کښي د کار د ښه والي او پخپل وخت د خدماتو د ترسره کول په موخه ایجاد سوی دی،
چي د خپل کاری اصولو له مخي مکلف دی چي د پوهنتون په ټولو ادارو برخو کي د پوهنځیو سره پوره همکاري او د اداري معاونیت اړونده ستونزو ته رسیده ګي او حل لاري ولټوي،
اداري معاونیت د ټولو چارو د سرته رسولو لپاره د پوهنتون د مشرتابه سره د همږغۍ په اساس د سرته رسولو مسولیت لري.

مالي او اداري معاونیت د ۱۳۹۰ کال را پدېخوا بیا تر اوسه په تشکیل کي لاندي تر لاس لاندي مدیریتونه لري
چي هر یو یې پخپله برخه کي لازمي کړني او خدمتونه وړاندی کوي.

د مالي چارو  مدیریت
د معلوماتي ټکنالوژي آمريت
د بشري سرچینو مدیریت
د تهیه او تدارکاتو مدیریت
د خدماتي چارو مدیریت
د کتابتون مدیریت

اداري معاونیت د دې چارو سربیره د میرویس نیکه پوهنتون د ټولو هغو پروژو چي په میرویس نیکه پوهنتون کي پلي سوي دي،
یا يې کار ځنی وختونه کارونه جریان ولري او یا هم په نږدې راتلونکي کي يې چاري بشپړه کیږي د نظارت مسولیت لري.
 
 همکدارنګه اداري معاونیت د دې ټولو کړنو علاوه د خپل کلني پلان او هغه پلان چي د میرویس نیکه پوهنتون يې د خپلو ښو کړنو او پر وخت خدماتو لپاره ترتیبوي
او چاري یې په اداري معاونیت پوري تړلي وي هم پخپله برخه کي سرته رسوي، او د خپلو کړنو راپور په منظم ډول د پوهنتون د رهبري اداري مجلس ته وړاندي کوي.


2024-Oct-22