2021-05-24

د طب پوهنځی نهم سمسټر محصلینو ته عملي کار ترسره سوو

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د نهم سمسټر د جراحي ستاژ اړوند محصلينو ته په میرویس نيکه خصوصي روغتون کي د نظري زده کړو تر څنګ عملي کار ترسره سو.

یادو محصلینو د عملي کار په جریان کي د استاد څخه د اړوند موضوع په اړه پوره معلومات حاصل کړل او خوښي يې وښودل، چي د نظري زده کړو سره سره دوی ته د عملي زده کړو زمینه هم برابره ده او هیله یې وښودل، چي په دې برخه کي ورته نوري اسانتیاوي هم برابري سي.

د يادوني وړ ده، چي یادو محصلینو ته د میرویس نیکه خصوصي روغتون نوري روغتیایي برخي هم وښودل سوې.

د طب پوهنځی نهم سمسټر محصلینو ته عملي کار ترسره سوو



نور اړوند خبرونه
2024-Mar-28