2021-01-01

د کیفیت د لوړاوي جلسه د علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور په مشري ترسره سول

نن پنج شنبه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت د لوړاوي آمریت میاشتنۍ جلسه ترسره سول چي پکښي د دریو پوهنځیو رئیسانو، د ډیپارټمټونو آمرینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو.

په پرانسته کي علمي مرستیال ډاکټر نور د وزارت د دوهم پړاو د ارزونو راپور وړاندي کړل او تر څنګ یې د ١٣٩٩ کال د علمي ارزوني مکتوب هم تشریح کړ.

ښاغلي ډاکټر نور د محصل د خوښۍ او په علمي برخو کي د ګډون رهنمود په اړه وضاحت وړاندي کړ؛ د هغه په خبره چي په ټولو علمي او اداري برخو کي د محصلانو رضایت او ګډون مهم دی او په دغه برخه کي ټولو اداري کارمندانو ته لارښونه وسول چي کار ورته وکړي.

علمي مرستیال اداري کارمندانو ته د مسلکي راپور لیکني پلان تشریح کړ چي له مخي یې په راپور لیکنه کي کلیدي نقاط بیان کړل.

د کیفیت د لوړاوي په جلسه کي د انلاین زده کړي د ارزوني معلومات وړاندي سول چي له ښه مرغه څخه تر دې دمه سلګونه انلاین تدریسي لکچرونه استادانو د محصلانو سره شریک کړي دي.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې څه موده وړاندي د وزارت له لوري څخه په ارزونه کي ٨٢،٤ د بریا نومرې خپلي کړې او په دې سره دریم پړاو ته کاندید سو.

د کیفیت د لوړاوي جلسه د علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور په مشري ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Sep-16