2020-12-31

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نظافت ساتونکو او امنيتي مسؤلینو ته د سازماني سلوک او چلند په اړه ټرېنينګ داير سو

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نظافت ساتونکو او امنيتي مسؤلینو ته د سازماني سلوک او چلند په اړه ټرېنينګ داير سو!

د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی د رئیس ښاغلي محمد واسع صدیقي له لوري څخه ټولو نظافت ساتونکو او امنيتي مسؤلینو ته یاد ټرېنینګ وړاندي کړ.

ښاغلي صدیقي په خپلو خبرو کي کارکوونکو ته د دفتري رفتار په اړه خبري وکړې؛ هغه وویل په اداري جوړښتونو کي تر ټولو مهم اړخ اداري سلوک دى، چي باید کار کوونکي يې د مراجعینو د راتګ په وخت په پام کي ونيسي.

ښاغلي صدیقي په خبره هره اداره خپل کاري طرزالعمل لري، نو کوښښ باید وسي، چي اداري اصول پکښي په بشپړ ډول رعایت کړل سي.

په ټرینينګ کي ګډونوالو خپلي پوښتني شریکي کړې او اړوند يې لازم جواب تر لاسه کړل.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم د ظرفیت لوړوني بېلا بېل سمینارونه داير سوي دي او دغه لړۍ به جریان ولري.

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نظافت ساتونکو او امنيتي مسؤلینو ته د سازماني سلوک او چلند په اړه ټرېنينګ داير سو



نور اړوند خبرونه
2024-Sep-16