تدریسي روغتون

تدریسي روغتون

د میرویس نیکه تدریسـي روغتون د ودانولو چاري په ۱۳۹۹ کال کي پیل سوي او په ۱۴۰۰ کال کي بشپړي سوي.ددي روغتون څانګي د پوهنځی د کلینیک برخي دعملي زده کړو درسي نصاب ته په کتو سره په پام کي نیول سوي.روغتون  په طبي او غیر طبي  پرمختللو سامان آلاتو سمبال شوی.

دا روغتون محصلینو ته د عملي زده کړو د وړاندي کولو تر څنګ څلورویشت ساعته ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندي کوي،په روغتون کي ډیری روغتیایي خدمتونه لکه د ناروغانو سرپا کتنه،ټول لابراتواري معاینات،د التراسوند او اکسري معاینات،د غاښونو د ناروغیو درملنه، ولادي روغتیاي خدمتونه لکه زیږون او داسي نور په وړیا توګه ناروغانوته وړاندي کیږي.د بستر له ناروغانو څخه د بستر د خوني فیس نه اخیستل کیږي او نور روغتیایي خدمتونه لکه جراحي عملیات په اتیا سلنه کمښت(تخفیف) تر سره کیږي.

په روغتون کي د روغتیایي خدمتونو د وړاندي کولو لپاره په هره څانګه کي متخصصین ګمارل سوي.محصلینو ته عملي زده کړي د پوهنځی د کلینیکي برخي د استادانو لخوا ورکول کیږي.په روغتون کي دوه تنه اداري کارکونکي یو د محصلینو اوبل د ستاژر داکترانو د اړونده چارو د تر سره کولو لپاره ګمارل سوي.

په تدریسي روغتون کي داخله،د ماشومانو،جراحي،نسائی ولادي،د سترګو ناروغیو،دغوږ،پزي او ستوني ناروغیو،د پوستکي ناروغیو،د انتاني ناروغیو،د توبرکلوز ناروغی،عقلي عصبي ناروغیو،د غاښو د ناروغیو ،بیړنیو روغتیایي خدمتونو،واکسیناسیون،لابراتوارونه،التراسوند،اکسیري څانګي فعاله دي.روغتون د بیړنیو ناروغانو د لیږد او رالیږد لپاره په ټولو اړینو توکو او سامان آلاتو سمبال امبولانس لري.