2021-06-01

موضوع: خپګان یا (Depression)

ليکنه: زلمی خان

ميرويس نيکه لوړو زده کړو مٶسسه

د معالجوي طب پوهنځی محصل

(محصلينو د مقالو برخه)

کله نا کله یو څوک خپه وي او زړه یې نه غواړي چې د یو عمل د ترسره کولو څخه خوند واخلي، خو که دغه خپګان د ډیري مودې لپاره دوام وکړي نو بیا د تشویش وړ خبره ده او باید علت یی پیدا شي.

په ماشومانو او یا تنکي ځوانانو کي والدینو ته پکار ده چی تل تیار اوسي او عملي ګام پورته کړي کله چې ماشوم خپه وي او د خپګان او یا بلې ستونزې په وجه د زړه د اخلاصه په ښوونځی، کورنۍ او ټولنیزو فعالیتونو کې برخه نه اخلي.

نښي نښانې

» بی موجبه خفه کیدل

»د مایوسۍ احساس کول

»په عادي فعالیتونو کې علاقه له لاسه ورکول

»کله بی اندازې ډیر ، او یا ډیر لږ خواړه خوړل

»د وزن کمیدل

»بې اندازې ډېر، یا لږ خوب کول

» د ستړیا احساس کول

» د کار په خرابېدو او نه اجرا کي د ملامتی احساس

»په یو شي فکر نه رسیدل

» خپل ځانته او یا بل چاته د زیان رسولو په باره کي فکر کول

»نا امیدي

»سودایي کیدل

»سر دردي

»د وجود نور دردونه او د نورو انسانانو ضد چلند شامل دي (نه همکاري او دښمنانه چلند).

لاملونه

» ناوړه ګټه اخیستنه (Abuse):

که د یو انسان څخه فزیکي ، جنسي یا احساساتي ناوړه ګټه پورته شي ، نو وروسته په ژوند کې د خپګان یانی Depression د پیدا کیدو خطر ډیر دي.

» عمر:

د پاخه عمر خلک (زاړه خلک) د خپګان یانی Depression لوړ خطر سره مخ وي. چی د دی علت ځینې عوامل کیداې شي ، لکه یوازې ژوند کول، د اولادونو لرې والی ، د ژوند د ملګری مرګ (د ښځی او یا خاوند) او په ټولنه کی د ملاتړ نشتوالی.

» د ځینو درملو استعمال:

ځینې ​​درمل ، لکه د انټي وایروال درملو (انټرفیرون ، الفا) ، او کورټیکوسټرایډز استعمالول د خپګان یانی Depression خطر ډیروی.

»شخړه کول:

په ځینو خلکو کی خپګان ممکن د شخصي شخړو یا د کورنۍ غړو یا ملګرو سره د شخړو پایله وي

» مرګ یا مالي تاوان:

خواشیني یا غم د خپل نږدی کس د مړینې یا له لاسه ورکولو وروسته، که څه هم طبیعي دی ، کولای شي د خپګان یانی Depression خطر ډیر کړي.

» جنس:

په ښځو کی د نارینه وو په پرتله دوه چنده د خپګان یانی Depression امکان شته.

» جینونه (Genes):

کورنۍ تاریخچه هم د خپګان په ناروغی کی مهمه ده.

» لویي پیښې:

په ژوند کی ځینی وختونه حتی ښې پیښې لکه د نوي دندې پیل کول، د مکتب یا پوهنتون پیل ، یا واده کول هم کولای شي د خپګان لامل شي. نوری پیښی لکه دنده له لاسه ورکول ، تاوان کول د عاید له لاسه ورکول ، طلاق اخیستل ، یا تقاعد هم د خپګان یانی Depression سبب کیدی شی.

» نورې شخصي ستونزې:

د کورنی د یو غړی ګوښه کول او د هغه سره ارتباط نه ساتل هم هغه ته د دی ناروغی سبب ګرځی.

د ناروغ تشخیص او تداوي:

د ډیپریشن درملنې کې ډیر عام میتودونه کارول کیږي

» د ادراکي سلوک تھراپي (cognitive behavioral therapy) ،

»انټر پرسونل درملنه (interpersonal therapy) ،

»او د رواني طبیب درملنه (psychodynamic therapy) پکې شامل دي. اکثره وختونه مخلوطه تګلاره کارول کیږي.

موضوع: خپګان یا (Depression)



نور اړوند خبرونه
2024-Mar-29