2021-01-04

د رازي لوړو زده کړو مؤسسې سره تفاهم ليک لاسلیک سو

نن چهار شنبه د ١٣٩٩ کال د رواني میاشتي پر ۱۴ مه نېټه د مرکز کابل څخه د رازي لوړو زده کړو مؤسسې استازو اغلي دريا (دلاور) او ور سره راغلي پلاوي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مٶسسې د رٸيس ښاغلي دوکتور بهرالله صافي، علمي مرستيال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور او د کيفيت لوړاوي آمر ښاغلي محمد ويس عزيزي سره ناسته تر سره کړل.

همدارنګه يې د ټول پوهنتون د ادارو څخه ليدنه وکړل او د لا همکارۍ په پار يې ور سره تفاهم ليک لاسليک کړ.

په یاده لیدنه کي چي هدف د دواړو مؤسساتو تر مينځ يو بل د علمي همکاریو په اساس وو خبرې وکړې.

ښاغلي دوکتور صافي خوښي وښودل او د رازي لوړو زده کړو مؤسسې استازو ته يې د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مٶسسې په اړه هر اړخيزه معلومات وړاندي کړل او هغوى ته يې په راتلونکي کښي د کيفيت لوړاوي، تحقيقاتو او داسي نورو علمي او فرهنګي چارو کښي د همکارۍ ډاډ ور کړ.

د يادوني وړ ده، چي ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مٶسسه د هند، ترکيې، ايران او داخل افغانستان کښي د مطرحو پوهنتونو سره د کيفيت لوړاوي، تحقيقاتو، فرهنګي چارو او علمي چارو د لا ښه تر سره کولو په برخه کښي يو او بل د همکارۍ تفاهم ليکـونه لري.

د رازي لوړو زده کړو مؤسسې سره تفاهم ليک لاسلیک سو



نور اړوند خبرونه
2024-Sep-16