تضمین کیفیت آمریت پیژندنه

د کیفیت لوړوالي ریاست او آمریت په اړه معلومات:
د لوړو زده کړو وزارت په )۱۳۹۱( کال کې د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست رامنځته کړ، چي موخه یې په هېواد دننه په ټولو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو (دولتي او خصوصي ) کي د لوړو زده کړو د پراختیائي پلان د پرمختګ او د کیفیت او اعتبار لاسته راوړل وو او پدې برخه کي یې د مختلفو علمي نړیوالو پروګرامونو څخه په ګټي اخستني سره د کیفیت تضمین په اړه ټاکل سویو معیارونو ته لاسرسی پیدا کول وه. په همدې موخه یې هېواد دننه او بهر د کیفیت تضمین مسئولینو ته بېلابېل علمي او روزنیز ورکشاپونه دایر کړي دي، تر څو په ټولو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو (دولتي او خصوصي ) کي د کیفیت په برخه کي مثبتې او ښې پایلي تر لاسه سي او په راتلونکي کې ټولو ټاکل سویو معیارونو ته لاسرسی پیدا کړي. 
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه کي د کیفیت تضمین آمریت په )۱۳۹۳( ه ش کال تأسس کړل سو، چي په دې برخه کي د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو ریاست د مسؤلینو لخوا د کیفیت د لوړاوي آمریت ته او بیا د دې آمریت لخوا و اداري کارمندانو او استادانو ته ورکشاپونه دایر کړي دي چي له نېکمرغه تر ډېره حده پوري ور سره ټول اشنائي لري. 
ځان آرزونه:
د مؤسسي د کیفیت تضمین آمریت د پوهنځيو، علمي او اداري پروگرامونو، زېربناوو او لاسته راوړنو څخه خپله آرزونه پدې موخه ترسره کوي، ترڅو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کیفیت تضمین او لوړاوي  ټاکل سوي معيارونه پوره او اعتبار ترلاسه کړي. پدې برخه کي د مؤسسې د کیفیت تضمین او لوړاوي کمېټې او د ټولو پوهنځیو د کیفیت د تضمین او لوړاوي کمېټې په اړونده پوهنځیو کي د ځان ارزونې پروسه تر سره او پایلې یې د راپور په بڼه د مؤسسې د کیفیت تضمین یا لوړاوي آمریت ته استوي. د مؤسسي  د کیفیت د تضمین او لوړاوي آمریت د ټولو پوهنځیو د ځان آرزونې د راپورونو پر مټ د مؤسسي په کچه د ځان آرزوني راپور چمتو او د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکوني ریاست ته استوي.
اعتبار ورکونه:
د ځان آرزوني تر پروسې وروسته د اعتبار ورکوني پروسه، چي د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست له لوري ترسره کېږي، پېلېږي. پدې لړ کي د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست مؤسسې ته د اعتبار ورکوني د پروسې په اړه خبر ورکوي او په ټاکلې نېټه ورته د بیا کتني پلاوی استوي. نوموړي پلاوي تر بیا کتني وروسته د بیا کتني راپور چمتو او د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکوني ریاست ته لېږدوي. له دې پروسې وروسته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکوني ریاست د مؤسسې سره د خپلي آرزوني پایلي (یا مؤسسي  اعتبار ترلاسه کړ او یا هم مؤسسي د اعتبار د تر لاسه کولو په موخه لا ډېر کار ته اړتیا لري) شریکوي.
اعتبار ورکول: د اعتبار لوړول د لوړو زده کړو مؤسسو او برنامو د بیاکتنې پروسه ده. تر څو کیفیت تضمین او ښه کړي. همدارنګه دا باوري کوي، چې دوی د استادانو، ښووني، څېړني، خدماتو وړاندي کولو او زیربناوو کیفیت معیارونه هم پوره کوي. اعتبار، پایښت، لاسته راوړني او د پلي کېدو وړ قوانینو سره موافقت د یوې ادارې یا برنامې باور ورکولو د بریا پایله ده.
د اعتبار ورکولو لپاره کاندید: د باور ور کولو  لپاره کاندید درې مرحلې لري، چې د هر پړاو مرحلې اړتیاوي باید د اعتبار ورکولو  لپاره غوښتنه کولو د مخه پوره سي. دوهم مرحله او دریمه مرحله تر لومړۍ مرحلې لوړي اړتیاوي لري.
معیارونه (standards): عبارت له هغو شرایط او ضرورتونو څخه دي، چي د لوړو زده کړو وزارت لخوا د باور ور کولو  د یوه نوماند لپاره ټاکل سوي. دا معیارونه شرایط په ګوته کوي، چې باید د ښکېلتیا په هر مرحله کي بشپړ سي (لومړی، دوهم یا دریمه مرحله) يا هم شرایط او اړتیاوي، چي باید د سازمانونو یا تعلیمي برنامو لخوا بشپړ سي، تر څو د اعتبار ورکولو دفتر څخه اعتبار تر لاسه کړي. پدې معیارونو کي د یوې ادارې یا نصاب کیفیت، اغیزمنتوب، لاسته راوړني او وړتیاوي تر لاسه کولو لپاره شرایط شامل دي.
د مؤسسې  باور ورکول: مؤسسه د کیفیت ښه والي او کیفیت تضمین شرایطو سره په بشپړ ډول معتبره سوې، ترڅو د استادانو، ښووني، څېړني، خدماتو وړاندې کولو، زیربناوو، تاسیساتو، فعالیتونو، لاسته راوړنو شرایطو کي د موجوده کیفیت معیارونو او موثریت سره مطابقت ولري.
د برنامې اعتبار: د درسي نصاب بهرنۍ بیا کتنه او آرزونه د استادانو تدريس، څېړني، خدماتو وړاندي کولو، زیربنایي تاسیساتو، فعالیتونو دوام، لاسته راوړنو او اطاعتونو شرایطو کي د موجوده کیفیت معیارونو او اغېزمنتیا پوره کولو لپاره د کیفیت تضمین او ښه والي په شرایطو کي دي. د نافذه  قوانینو لخوا د دې تضمین سوی، چي د برنامې اعتبار او برنامو ته ځانګړې پاملرنه کوي. لکه: د ښوونکو روزنه، قانون، طب، انجینري او مسلکي برنامې.
د لوړو زده کړو اعتبار ورکووني:
میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه په ۱۳۹۷ کال کي د APR ټیم لخوا ارزول سوې، چي له نېکمرغه د کیفیت لوړاوي په لومړي پړاو کي بریالی او دوهم پړاو ۱۳۹۹ کال کي د APR ټیم لخوا بیا ارزول سوې چي د افغانستان په سطحه لوړه نمره تر لاسه کړي ده اوس دریمي مرحلي لپاره نومانده ده


د کیفیت د لوړاوي یوولس معیارونه:
1.    ماموریت او ستراتیژي: ¬تحصیلي مؤسسه یو روښانه ماموریت او ستراتیژیک پلان لري، چې ټول شرکاء پرې پوهیږي او تصمیم نیوني او د سرچینو د اختصاص لپاره بنسټونه لري. 
2.    د ټولني په پرمختګ کې ونډه اخیستنه: تحصیلي مؤسسه د ټولني، سیمي اوو د ملي پرمختیا په برخه کښي ارزښتناکه ونډه لري. دا کار د هغوی په ستراتیژيکو موخو کې راغلي او د کارکوونکو او محصلینو تصمیم نیوونه او کړنو په اړه خبراوی ورکوي. 
3.    حکومتدارۍ، رهبریت او اداره: د تحصیلي موسسې حکومتدارۍ، رهبریت او اداره د خپل ماموریت او ستراتیژیکو موخو په تر سره کولو باندې متمرکزه ده.
4.    مالي سرچینې او مدیریت: د تحصیلي موسسې سرچینې د خپل ماموریت او استراتیژیک پلان د پلي کیدا څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره ځانګړي مدیریت کیږي. 
5.    علمي پروګرامونه: اکاډمیک پروګرامونه د تحصیلي موسسې له ماموریت سره همغږي دي او د پرله پسې ښه والي د ډاډګیرنې لپاره په منظمه توګه تر نظر تیریږي. 
6.    څیړنه: تحصیلي موسسه پلان لري تر څو خپل څیړنیز فعالیت رامنځته کړي او غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د پوهنځیو غړي د څیړنې په فعالیت کې بوخت و اوسي.
7.    د پوهنځی غړي او مامورین: د تحصیلي موسسې د پوهنځي غړي او کارکونکي استخداموي، اداره کوي او وده ورکوي تر څو ډاډ ترلاسه  کړي چې دا د خپل ماموریت او ستراتیژیکو اهدافو لاسته راوړلو توان لري.
8.    محصل تجربه: تحصیلي موسسه ډاډه ده چې یو مثبت چاپیریال رامنځته کوي چې محصلین کولای شي زده کړه وکړي، پرمختګ وکړي او لا پسې وغوړوي. 
9.    د کیفیت لوړوالی او پیاوړتیا: تحصیلي موسسه داسې جوړښتونه او پروسې لري تر څو د کړنو د ټولو اړخونو د کیفیت کتنه او پرله پسې اصلاح وکړای شي. 
10.    کتابتون او معلوماتي سرچینې: تحصیلي موسسه محصلینو او خپلو پوهنځیو لپاره کتابتون او معلوماتي سرچینو ته په کافي اندازه د لاسرسي زمینه برابروي. 
11.    تدریس، معلوماتي تکنالوژۍ او آسانتیاوې: تحصیلي موسسه محصلینو او خپلو پوهنځیو لپاره کتابتون او معلوماتي سرچینو ته په کافي اندازه د لاسرسی زمینه برابروي. 


2024-Oct-22