د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي پېژندنه

د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي پېژندنه

د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګه د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځی په چوګاټ کي  يو اساسي، تخصصي او فارغ ورکوونکي ديپارتمنت شميرل کيږي چي د ټولني په سياسي، اداري، ډيپلوماټيکي او د سالمي رهبري په برخو کي د مسلکي کسانو نه شتون يو لويه  خلا بلل کيږي

نو د ټولني په مختلفو برخو کي لکه په اداري، سياسي، مشاوري، رهبري  او اړونده نورو برخو کي د خلا ډکولو لپاره د اداره او ډيپلوماسي څانګي ته اړتيا ليدل کيږي چي په فعاليت پيل وکړي او همدارنګه افغانستان يو وروسته پاتې هيواد دي په وروسته پاتې هيوادونو کي ادارات په کلاسيک ډول او د مصلحت له مخې مخته وړل کيږي دا هم يو منل سوي اصل دي چې مسلکي مديريتي او فزيکي کاري قوه د يو هيواد لپاره زيربينا جوړوي

 د افغانستان د باسواده قشر کچه ټيټه ده  کله چې د سواد کچه ټيټه  وي د مسلکي کاري قوي فيصدي خو به بيخي کښته وي، دا خبره ثابته ده ځکه کله چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په کار پيل نه وو کړي  په ټول کندهار کې د ګوتو په شمير رياستونه د ليسانس کسانو لخوا اداره کيدل، د کندهار ولايت په رياستونو کي لوړ بستونه حتي تر ريسه پوري  ټول 12 پاس او حتي تر هغه د کمو زده کړو خاوندان وو

حتي د وخت د رئيس جمهور لخوا د مسلکي کسانو د نشتون له امله په کليدي او لوړو پوسټونو باندې د 12 پاسانو د تقرر امر ورکول سوي وو. د همدغه اړتياوو په اساس لازمه ګڼل کيږي چي د همدغه ستونزو د حل لپاره د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او ياد ديپارتمنت ايجاد سي او له دغه لاري محصلين د مسلکي، متخصصو او متعهدو کسانو په څير و  روزل سي او ټولني ته دخدمت لپاره وړاندي سي.

 

د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي لرلید، رسالت، هدف او ارزښتونه

لرليد

د اداري او دیپلوماسي ډیپارټمینټ په پام کي لري، په ملي او بين المللـي کچه په اداري او ډيپلوماتيکو برخوکي د پـــرمختللو علمي نورمـــــونو، عالي مديريت لرونـــــکي، لـوړ اعتماد او ځانـګــــړي موقف لرونکـي څانګې په صفت را څرګندېدل.

رسالت

•              د ليسانس تر کچي د محصلينو روزل د لـــــوړو تحصيلي او کادري استادانو د معياري تدريس په زريعه،
•              د علمي څېړنو سر ته رســـول او د داسـي نـورو معياري خدماتــــو وړاندي کول چي د يو باثباته ټولني د اړتياوو ځواب ويونکي وي.

هدف

•              ټولني ته په سياسي، اداري او ډيپلوماتيکو برخو کي متعهد او متخصص کادرونه وړاندي کول
•              په سياسي او ډيپلوماتيکو برخو کي تحقيقات ترسره کول
•              ټولني ته د سياسي اګاهي او شعور لرونکو افرادو وړاندي کول
•              استادانو او محصلينو ته د څېړنيزو آسانتياوو برابرول
•              د آرام زده کړه ایز چاپيریال رامنځ ته کول
•              د علمي پروګرامونو او کورسونو چمتو کول تر څو محصلين فوق ليسانس زده کړو او کاري ساحو ته لاره پيدا کړي.

 

ارزښتونه

•              اسلامی اصول او ضوابط مراعتول
•              د افغانستان نافذه قوانينو ته درناوی
•              اخلاص او تعه
•              روڼتيا او عدالت
•              وړتيا او محاسبه
•              د څانګي اکاډميکه آزادي
•              د نيوکو د منلو فرهنګ دودول
•              سالمو علمي سياليو ته لار هوارول

 

د محصلينو لپاره عملي کار ځایـونه

د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي د محصلينو د عملي زده کړو لپاره مجهــــــز او معياري د سياســــي علومــــو کلب شتون لــــري چي وخت پــر وخت محصلين پکښي سيــاسي بحثونه، مـذاکـــرې، مناظرې او د سياسي موضوعاتو تحليل پکښي ترسره کوي.

  • د سياسي علومو کلب
  • د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون
  • د کندهار د بهرنیو چارو رياست
  • د کندهار د عدليې رياست

 


2024-Oct-22