2021-07-11

عمومي رئیس دوکتور صافي او د اقتصاد پوهنځی رئیس ښاغلي صدیقي په انلاین ویبنار کي ګډون وکړ!

نن پنج شنبه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د بهرني استادانو په ملتیا د ظرفيت لوړوني په موخه انلاین ویبنار ترسره کړ.

چي پکښي عمومي رئیس ښاغلي دوکتور بهرالله صافي د اقتصاد پوهنځی د رئیس ښاغلي محمد واسع صدیقي په ملتیا ګډون وکړ.

یاد ویبنار د ( Business Digitalization: Thriving & Surviving in a Pandemic Era ) تر عنوان لاندي ترتیب سوی و چي ټولو ګډونوالو په خپل وار سره خپل نظریات شریک کړل.

د یادوني وړ ده چي د لوړو زده کړو وزارت د پريکړي سره سم میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ظرفیت لوړوني په برخه کي ټول پروګرامونه په انلاین بڼه ترتیب کړي دي.

عمومي رئیس دوکتور صافي او د اقتصاد پوهنځی رئیس ښاغلي صدیقي په انلاین ویبنار کي ګډون وکړ!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25