2022-04-07

د دویشتمي دورې د متفرقه کانکور ازموینه واخیستل سول!

په یاده ازموينه کي ۲۰۷ دوه سوه اووه تنه ښځنیه او نارینه برخوالو ګډون کړی و.

نن پنج شنبه د رواني حمل میاشتي پر ۱۸مه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د ۲۲مي دورې د متفرقه کانکور په پرانيسته د یادي مؤسسې علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې یې د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې پر خدماتو رڼا واچول ډاکټر نور د ازمویني ګډون کوونکو ته پوره ډاډ ورکړ چي د عالي تحصيلاتو په چوکاټ کي ټول خدمات تاسو ته محیا سوي دي تر څو ورڅخه په ښه ډول استفاده وکړئ.

ورپسې د ا.ا.ا د تحصيلاتو حوزوي کميسیون استازی ښاغلي سید سمیع الله قریشی محصلینو ته پوره ډاډ ورکړ چي امـ-ــارت به د ځوانانو د تحصيل په برخه کي پوره همکاره وي تر څو لا هم په دې برخه کي اسانتیاوي رامنځته کړي.

د مقدماتي برخي څخه وروسته ټولو ځوانانو ته د سوالونو کتابچې او جواب پاڼي وویشل سوې. ازموینه په پوره شفافیت سره واخيستل سول او پایلي به یې ډیر ژر اعلان کړل سي.

د یادوني وړ ده چي د عمومي او متفرقه کانکور ازموینو پایلي به د رواني حمل میاشتي پر شلمه نېټه چي د راتلونکي شنبي ورځي سره سمون خوري اعلان کړل سي.

د دویشتمي دورې د متفرقه کانکور ازموینه واخیستل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23