2024-10-29

په ټولنه کي د ونډي اخستني په پار د حقوقو پوهنځی استاد او مشرتابه ښاغلي فرهاد دواري

د امید خصوصي عالي لېسې زده کوونکو ته د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی او عامه حقوقو د پیژندني په اړه علمي سمینار وړاندي کړ!

په امید خصوصي عالي لېسه کي د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو زده کوونکو ته سمینار وړاندي سو.

د سمینار اصلي موخه د حقوق او سیاسي علومو پوهنځی پېژندنه، اهمیت، او د یادي پوهنځی څخه د فراغت په صورت کي د کاري ساحو په اړه معلومات ول.

ښاغلی استاد فرهاد داوري په سمینار کي پر عمومي حقوقو د بحث تر څنګ په مفصل ډول د نوموړي پوهنځی اړوند معلومات برخوالو ته وړاندي کړه.

د سمینار په وروستیو کي زده کوونکو د یادې پوهنځی او په ټوله کي د حقوقو په اړه خپلي پوښتني له ښاغلي استاد څخه مطرح کړې او ښاغلي دواري هم ورته بشپړ جوابونه ورکړل.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نورو پوهنځیو استادانو هم ورته سمینارونه په ټولنه کي د ونډي اخستني په موخه وړاندي کړي دي.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: سه شنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۸

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

په ټولنه کي د ونډي اخستني په پار د حقوقو پوهنځی استاد او مشرتابه ښاغلي فرهاد دواري



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21