2024-10-29

د حقوقو څانګي د اوم سمسټر او د سیاسي علومو د شپږم سمسټر د محصلانو تر منځ رقابتي سیالي ترسره سوه!

پرون دوشنبه( ۱۴۰۳/۸/۷) نېټه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د رئیس استاد ښاغلي فرهاد داوري په مشري او د حقوقو ډیپارټمنټ د آمر او استاد ښاغلي میراحمد رحلت په لارښوونه یاده سیالي د ژوري هیئت په حضور کي ترسره سوه، ښاغلي داوري ددې سیالیو موخه د محصلانو تر منځ د سالم رقابت پالل او د دوی د جرئت او پوهي د لا پیاوړتیا لپاره ترسره کیږي.

سیالي ترسره سوه او د سیالۍ ګټوونکي د ژوري هیئت له لوري د حقوقو څانګي اوم سمسټر اعلان سو.

په پای کي ګټوونکی سمسټر تقدیر سو او رهنماء استاد ښاغلي رحلت صاحب هڅي هم په معنوي ډالۍ ستاینلیک وستایل سوې.

د یادوني ده چي تر دې سیالۍ وړاندي د اقتصاد پوهنځی د محصلانو تر منځ هم ورته سیالي ترسره سوه.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: سه شنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۸

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د حقوقو څانګي د اوم سمسټر او د سیاسي علومو د شپږم سمسټر د محصلانو تر منځ رقابتي سیالي ترسره سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21