2024-10-30

د اقتصاد پوهنځی محصلانو د کندهار مستوفیت څخه لیدنه ترسره کړه!

د اقتصاد محصلانو د اړوند پوهنځی د رئیس ښاغلي عیان په مشري د عامه اړیکو د آمر ښاغلي عبدالقادر تکین، استاد ښاغلي کریم په ملتیا د اقتصاد پوهنځی محصلان مستوفیت ته بوتلل او د ټولو اداري واحدونو څخه لیدنه ترسره سوه.

ښاغلي تکین د مستوفیت د مسؤلینو څخه مننه وکړه، چي د دوی ته ئې د لیدني زمینه مساعده کړه؛ هغه زیاته کړه چي موږ اماده یو تر څو ممتاز محصلان تاسي ته انټرنشیف له لاري معرفي کړو تر څو ستاسي سره همکار پاته سي او په څنګ کي به محصلان د کار زده کړه ترلاسه کړئ.

د مستوفیت عمومي اداري مدیر محمد نبي سلطاني هم د محصلانو د راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او د خپله اړخه څخه ئې د بشپړي همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي سلطاني خپل استازی معرفي کړ چي په ملتیا ئې محصلانو د ټولو آمریتونو، مدیریتونو او نورو ادارو څخه لیدنه وکړه او د مؤسسې د رهبري څخه ئې مننه وکړه چي دوی ته د نظري درسونو تر څنګ د عملي زده کړو زمینه هم مساعده وئ.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي محصلانو د حج ګروپ د مالي او حقوقي خدماتو څخه هم لیدنه ترسره کړه او یاد علمي سیرونه به دوام ولري.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: سه شنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۹

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د اقتصاد پوهنځی محصلانو د کندهار مستوفیت څخه لیدنه ترسره کړه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21