2024-11-02

د اقتصاد پوهنځی او اسلامي بانک تر منځ د کار زده کړي او اکادمیکو کړنو هوکړه لیک لاسلیک سو.

یاد هوکړه لیک نن د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس ښاغلي محمد واسع صدیقي او اسلامي بانک د مدیر ښاغلي غیرت ولي غیرت تر منځ لاسلیک سو، چي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي حسن د اقتصاد، حقوقو او معالجوي طب پوهنځیو رئیسانو حضور درلودی.

د هوکړي مواد پر دوه طرفه همکاریو د محصلانو پر کار زده کړه او یو شمیر نورو موضوعاتو د همکارۍ په پار د امضاء په کولو سره وتړل سو.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم د اقتصاد پوهنځی محصلان اړوند بانک ته معرفي سوي دي او اوس هلته د ښه کارکردګۍ په خاطر په رسمي بستونو کي دنده پر مخ وړي.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: شنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۱۲

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د اقتصاد پوهنځی او اسلامي بانک تر منځ د کار زده کړي او اکادمیکو کړنو هوکړه لیک لاسلیک سو.



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21