2024-11-02

د مصنوعي ځیرکتیا تر سرلیک لاندي علمي سمینار وړاندي سو!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي او پرمختیايي مرکز (PDC) له لوري د یاد مؤسسې د معلوماتي تکنالوژي مرکز د آمر ښاغلي انجینر امین الله رسولي له خوا د مصنوعي ځیرکتیا یا (AI" Artificial Intelligence") تر سرلیک لاندي علمي سمینار وړاندي کړ؛ په سمینار کي علمي مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال، استادانو او کارمندانو برخه اخستې وه.

په سمینار کي د مصنوعي ځیرکتیا په اړه بشپړ معلومات شریک سوه، ګډونوالو پوښتني مطرح کړې او ښاغلي رسولي ټولو پوښتونو ته جوابونه وویل؛ د دا ډول سمینارونو موخه داده چي د استادانو او کارمندانو ظرفیت لا ښه جوړ سي.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم ګڼ علمي سمینارونه په لار اچول سوي دي.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: یکشنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۱۳

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د مصنوعي ځیرکتیا تر سرلیک لاندي علمي سمینار وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-03